قرآن کریم د احساساتو د منظمولو لپاره له کافی انګیزې او باؤر رامینځةکیدا وروسته ،د جذباتی انضباظ او منظمولو لپاره دعملیاتو اقداماتو ټولګه وړاندې کوي.په قرآن کریم کې د جذباتي منظمولو په ترټولو مهمو لوازماتو کې ، له الهي احکامو څخه پیروي شامله ده . قرآن کریم له الهي لارښونو څخه پيروي ، د هرډول غم او و یرې د لیریکیدا ضمانت ګڼي. فَمَنْ تَبِعَ هُدَايَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ» (بقره، ٣٨).
قرآن کریم د انسان په وجود کې د دمعلوم شوو احساساتو د رابرسیره کیدا او د جذباتو دمنمظمولو لپاره داسې لاره بیان کړې ده چې هخم د منفی احساساتو په باب او هم د مثبت احساساتو په اړه کارندوالی ولرل شي. د جذباتو او احساساتو د کارونې او د منفی عواطفو د انډول برابرولو لپاره د قرآن کریم یوه لارښونه ،دعبادت په وسیله ددغوعواطفو تخلیه کول دي.؛ وَادْعُوهُ خَوْفًا وَطَمَعًا» (اعراف: ۵۶).
انسان سره له دې چې خپل احساسات له خداوندمتعال سره په راز اونیاز کې وړاندې کړي، خپلې اړتیاوې بیانوي، خپلې ویرې اوډار مطرح کوي او دهغو د لیریکیدا غوښته کوي،په نهایت کې په الهی فضل او رحمت امید ساتي. دغو دوو احساساتو (یعنی ویرې او تمې او امید ) ته توجه له خداي سره په ارتباط کې او هم له مخلوق سره په ارتباط کې د انډول په لاره کې د راتلو او د احساساتي انډول سبب کیږي.
قرآن کریم انسان د دنیا مست کونکو او زر تیریدونکو خوندونو او خوښیو څخه منع کوي.؛ وَفَرِحُوا بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا مَتَاعٌ» (رعد: ٢۶). دغه شان تفکر او لیدتوګه هم انسان مادی خوندونو څځه ترلاسه کیدونکو افراطي خوشالیو غړوي او هم هغه ته ددنیا زر تیریدونکو خوندونو او کارونو د له لاسه وتلو په وخت پر احساساتو او جذباتو باندې د مسلط کیدا قدرت ورته ډالۍ کوي.په حقیقت کې د خوشالۍ او سرور لاره له خداي تعالی سره په ارتباط کې او دهغه فضل اورحمت ته په توجه کې وینی ، نه د فاني دنیا په زر تیریدونکو چارو په خاطر؛. قُلْ بِفَضْلِ اللَّهِ وَبِرَحْمَتِهِ فَبِذَٰلِكَ فَلْيَفْرَحُوا» (یونس: ۵٨).
پر دې اساس قرآن کریم دټولو ډول ډول جذباتو او احساساتو اظهار کول اوتخلیه کول له خداوندمتعال او دهغه له غوښتې سره په ارتباط کې ګڼي . هماغه شان چې خوښئ باید د الهي رحمت او فضل په سیوري کې وي ، منفي احساسات هم باید د ویرې له امله د دعا او له پروردګار سره د امید په سیوري کې وي.