IQNA

د پیغمبرانو روزنیزه طریقه؛ موسی (ع)/۲۱

د موسی (ع) په کیسه کې بخښنه

19:29 - August 20, 2023
د خبر لمبر: 3487819
ایکنا - (تهران) د غچ اخیستلو د توان په لرلو سره د چا ګناه بښل، د پیغمبرانو او صالحانو طریقه ده. نو په قرآن کې د پېغمبرانو د کيسو مطالعه کول به خلک پوه کړي چې په کومو شرايطو کې د هغوى په کيسو کې بښنه راغلې ده؟

د انسان د ټولنیز ژوند په ډګر کې، شاید داسې ډېر کم څوک پیدا شي چې له عیبونو څخه پاک وي او له تېروتنې څخه خوندي وي. که داسې کسان پيدا شي، ډېر کم دي؛ ځکه چې انسان تل د خپل حیواني خوی او د انساني تمایلاتو تر منځ په شخړه کې راګیر وي او هر څه چې کوي د همدغو دوو برخو تر منځ د جګړې پایله ده. نو، په طبیعي توګه، نشو کولای تمه ولرو چې د یوه شخص ټول عملونه سم او غوره وي. هرڅوک لږ او زیات تېروتنې او انحرافات لري. د دې ټوټو تېروتنو له امله زیان تل یوازې انسان ته نه رسېږي، بلکې په ځینو مواردو کې نورو ته هم زیان رسوي او د هغوی ګټې په خطر کې اچوي.

بخښنه په لغت کې د ګناه بخښنه او د سزا نه ورکولو معنی لري. د تحمل او بښنې پر بنسټ روزنیزه طريقه دا ده چې د روزونکي فضل او کرم د د دې خنډ ګرځي چې د روزل شوي کس د تېروتنې په صورت کې، هغه ملامت کړي، بلکې د هغه فضل او کرم له امله باید هغه وبخښي.

ښایي وویل شي چې په تعلیم او روزنه کې د پیغمبرانو تر ټولو مهمه طریقه، د زغم او بښنې طریقه ده. بخښنه د حضرت موسی (ع) په داستان کې په قرآن کې هم ذکر شوې ده، له نورو سره په چلند کې بښنه او زغم په اصل کې یوه قرآني طریقه ده چې په آسماني وحي کې رېښه لري. خدای هم ځان د (بښونکي او مهربان) په صفتونو سره معرفي کوي، چې د خپلو بندګانو پر وړاندې د بښنې او زغم د مفهوم څرګندونه کوي.

څرنګه چې بني اسرائيل سخت او سرکشه خلک وو، نو خدای د دوی د ناحقه غوښتنو له امله ورته سزا ورکړه: «فَقَالُوا أَرِنَا اللَّهَ جَهْرَةً فَأَخَذَتْهُمُ الصَّاعِقَةُ بِظُلْمِهِمْ ثُمَّ اتَّخَذُوا الْعِجْلَ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ فَعَفَوْنَا عَنْ ذَلِكَ  وَآتَيْنَا مُوسَى سُلْطَانًا مُبِينًا ؛

هغوی وویل: موږ ته خدای ښکاره وښایه! او د همدې ظلم له امله پر دوی باندې تندر پرېوته. بيا دوى له ټولو څرګندو دلايلو وروسته (د خداى لپاره) خوسۍ غوره كړه، خو موږ له هغه څخه تېر شو (او بښنه مو وكړه) او موسى ته مو ښكاره دليل وركړ" (نساء: ۱۵۳)

او د (بښنې) معنی دا ده چې حضرت موسی (ع) دوی ته امر وکړ چې خپل خالق ته توبه وباسي او یو بل ووژني، کله چې دوی له یو بل سره ونښتل، نو خدای دوی وبخښل او امر یې وکړ چې له دې کاره ډډه وکړي.

کلیدي کلمې: قرآن، روزنیزه طریقه، بخښنه، موسی

captcha