IQNA

د انډونیشیا د ۹۹ګبنسیو جومات؛د آرام سمندر په آبی لارې کې په زړه پورې جاذبه(فیلم او انځورونه)

7:22 - June 22, 2023
د خبر لمبر: 3487509
د انډونیشیا په بندری ښار ماکاسر کې د اسماءالحسنی ۹۹ګنبسئ لرونکی جومات په یوه بلې پسې  او په ډيرو ګنبسیو لرلو سره د دغه هیواد یوه په زړه پورې او ټوریستي جاذبه ده چې ساحلی موقعیّت ئې سبب شوی دی څو له درستې دنیا د مختلفو معماریو او جوړښتونو سره مینه وال ځان ته جلب کړي.

ایکنا خبری آژانس راپور راکړ،په اقتصاد او ټوریستي حوزې کې د سیل لپاهر د جذابو وداینو  او ځایونو جوړول او پراختیا ئې  د ټوریزم د صنعت د ودې لپاره یو مهم کار دی . مذهبی ځایونه په خاص ډول  تل په درستو هیوادونو کې د ټوریزم د یوې مهمې جاذبې په توګه پيژندل کیږي او دا موضوع ددغوودانیو ځانګړنه له تاریخي او ظاهري پلوه دوه چنده مهمه کوي.

د انډونیشیا په هغه ماکاسر  ښار کې د اسماءالحسنی ۹۹ګنبسئ جومات ، چې په آرام سمندر کې واقع یوه نرئ آبی لاره هم ده، پر یوه عبادي ځاي سربیره  د یوې خاصې  ظاهري ښکلا په دلیل ، د انډونیشیا د سیّل یوه ډيره په زړه پورې جاذبه هم شمیرل کیږي.

ددغه جومات جوړول په 2017 کال کې پيل شول او په 2022 کال کې پای ته ورسیدل. ددغه جومات معمار رضوان کمیل ،  ددغه هیواد دیوه بل معمار مورسیو په ملګرتیا سره ،ددغه خاص جومات پلانونه ترسره کړه.

۹۹ ګبنسئ جومات  ودانۍ په دوه هیکټره مځکې کې جوړ شوی دی او له یوې لوئې ودانۍ درلودلو سره سره له طبیعي رڼا او نوره د استفادې او  هوا د رفت وآمد د سسټم د درلودلو په دلیل د انرژۍ د مصرف له نظره هم ډیر زیات بچت کوي.

ددغې جومات ودانۍ په دوو پوړو ا و یو هم ترمځکې لاندې پوړ څخه جوړه شوې ده. په  مځکنئ برخې کې ئې د وضوخانه ،د ودانۍ اداري  دفترونه او ګالري  ده . لومړ  پوړ ئې د ښاغلو لپاره او  دوهم پوړ ئې  هم د آغلو لپاره مخصوص دی  او لمونځونه او عبادتونه پکې ترسره کوي.

د ۹۹ ګنبسۍ جومات نامه   هم د خداوندمتعال  له ۹۹ نامو څخه  یعنی له هماغه اسماء الحسنی څخه اخستل شوې ده  .دغه جومات همداراز  اصلی صحن د جامع جومات په شبیه سره دی اوکابو لس زره لمونځ ګوزار پکې په یوه وخت لمونځ ادا کولی شي.

مسجدی با 99 گنبد ! + فیلم و عکس

 

مسجدی با 99 گنبد ! + فیلم و عکس

 

مسجدی با 99 گنبد ! + فیلم و عکس

مسجدی با 99 گنبد ! + فیلم و عکس

https://iqna.ir/fa/news/4147525/ 

captcha