ایکناخهبری آژانس د ینی شفق له قوله راپور راکړ،د صهیونیسټ جنایتکار رژيم وحشي ډوله پوځیانو د سه شنبې په ورځې د اوزګه جان موتلو پهنامې سره دترکیې یوه ۲۴کلنه پيغله نیواکي قدس کې په الاقصی جومات کې د قرآن دتلاؤت کولو په جرم ونیوله.
صهیونیسټ میشه ښارګوټو افراطي اوسیدونکو پرون سهار وختي،د صهیونیسټي رژيم د پولیسو په ملاتړ سره په الاقصی جومات بیا یرغل وکړ او له لمونځ ګوزارو فلسطنیانو سره ونښتل .د عیني شاهدانو په وینا، دترکیې دغه پیغله جینۍ د الاقصی په ختیځي برخې کې له باب الرحمه سره نزدې د قرآن کریم په تلاؤت بوخته وه چې صهیونیسټي تیریګرو له بد چلند سره مخ شوه.صهیونیسټي پوځیانو له دغې جینۍ دهغې پرس په زور واخست او له هغه ځایه ئې بوتله . د آناتولي خبریال وئيلي دي چې کله پولیسو له جینۍ پرس واخست نو هغه په پولیسو پسې شوه چې پرس ترې واخلي، خو ناامیده بیرته ستنه شوه ، چې څو مامورانو بیرته ونیوله او له جوماته ئې له ځان سره بوتله.
د خبر تر مخابیره کیدا پورې صهیونیسټي پوځیانو ددغې پيښې په باب دآناتولي خبری آژانس پوښتنو ته هیڅ ځواب ورنکړ او د ترکیه اي پيغلې برخلیک هم نامعلوم دی.