IQNA

قرآني سورې/70

هغه عذاب چې نزدې دی او راتلونکی دی

14:09 - April 12, 2023
د خبر لمبر: 3487174
ایکنا-(تهران)  دخداوندمتعال عذاب او رټل  له هر هغه څه لا زیات نزدې دي چې دخداي منکران ئې فکر کوي  او دا عذاب حمي او راتلونکی دی او هیڅ شی ئې مخه نشي نیولی.

د قرآن کریم اویایمه سوره ؛معارج ؛نومیږی. دغه سوره په ۴۴آیتونو سره د قرآن کریم په نهه ویشتمې سپارې کې واقع ده . دغه سوره چې یوه مکي سوره ده ،دنزول په ترکیب کې نهه اویایمه سوره ده چې پر پيغمبر نازله شوې ده.

په معارج (یعني درجې) ددغې سورې نومول  په دریم آيت کې ئې له دغه ټکي د استفادې په دلیل دي . خداي تعالی ددغې سورې ؛صاحب معارج؛ په نامې سره چې فرښتې او روح د هغه په لور پورته ورځي ، یاد شوی دی . په دغې سورې کې د ؛معارج ؛مقصد آسمانونه او هغه مرتبې دي چې له خداي سره دنزدیکت لپاره د انسان د بشپړتیا په لاره کې موجودې دي.

 معارج سوره د هغې شخصي کیسې په بیانولو سره پيلیږي چې له خدایه دځان لپاره  ئې عذاب غوښتی. وروسته د قیامت د ورځې خانګړنې  او ځيني شرطونه او په دغې ورخې کې د مومنانو حال احوال او  د کافرانو  وضعیّت بیانوي او په آخر کې مشرکانو او کافرانو ته خبرداری ورکوي.

د معارج سورې اصلي چورلیز،قیامت او معاد دی . دغه سوره غواړي،د قیامت ورځ او هغه عذابونه چې پکې د کافرانو لپاره تیار شوي ، بیان کړي،د همدې لپاره له پيله د عذاب په باب خبره کوي او ټينګار کوي چې دغه عذاب راتلونکی دی او هیڅ ئې د راتلو مخه نشي نیولی،او دا عذاب نزدې دی او دومره لیرې نه دی چې کافران ئې خیال کوي.هغه مهال  د هغې ورځې په ځانګړنو او په هغه عذاب په باب چې ددوي لپاره تیار شوی خبرې کوي  او مومنانو ته چې خپلې اعتقادي او عملی دندې ترسره کوي، مستثنی ورکوي.

ویئل شوي دي ،معارج سوره د موضوع له پلوه، څلور برخې لري؛لومړنۍ برخه ئې د هغه چا لپاره د چټک عذاب خبره کوي، چې  د خداي د پیغمبر له ځينو خبرو انکار کوي،دوهمه برخه د قیامت د ورځې او دهغې د مقدماتو او په هغه ورځ د کافرانو حالاتو بیانول دي؛ دریمه برخه د ښو او بدو انسانانو د د صفتونو  دهغو برخو بیانونکي ده چې  دوي جنتیان او جهنمیان کوي.. څلورمې برخې کې هم د خداي او دپيغمبر اکرم(ص) دمنکرانو او کافرانو ته د خبرداریو او ګواښونو ورکول دي او یو ځل بیا په پای کې د قیامت د ورځې موضوع  ته اشاره کوي.

 دهغه پوښتنه کونکي په باب چې ددغې سورې په پيل کې ورته اشاره شوې ده ، مسلمان مفسران باؤری دي ، ددغه آیتونه  د نعمان په نامې سره د  هغه کس په باب دي چې  د اسلام په پیغمبر(ص)  په اعتراض سره ئې ووئيل، مونږ ته د توحید او د خپلې پیغمبرۍ د منلو  او دجهاد ،حج او د لمانځه او روژې  د ساتلو او دزکواة د ورکولو بلنه راکړه او مونږ هم ومنله.خو په دې راضي نه شوې  او اوس  دې یو ځان پر مونږ ولی کړ. آیا دولایت دغه اعلان د تا له خوا دی او که د خداي له پلوه ؟ کله پیغمبر اکرم(ص) هغه  ته وفرمائيل؛ دا دخداوندمتعال فرمان دی ، نو هغه کس ووئيل  که دا فرمان د خدای تعالی له خوا  دی ، نو بیا  له خداي غواړم څو له آسمانه د ما پر سر یو ستر کاڼی راګوزار کړي.نو په هماغه شیبې کې له آسمانه یو لوي کاڼي دهغه کس په سر راوغورځيد او په هماغه ځای کې ئې وواژه او پر پیِغمبر(ص) باندې د معارج سورې ځيني آیتونه نازل شول.

captcha