IQNA

د ایران له خوا د صهیونیسټي رژیم سزا کولو او رټلو د اسلامی نړۍ عزت او عظمت زیات کړ

6:41 - April 24, 2024
د خبر لمبر: 3489100
ایکنا -د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د پاکستان د لاهور په جی سی لاهور پوهنتو کې د استاذانو او محصیلیونو په تول کې پخپلې وینا کې ووئيل، هیڅ شک نشته هغه نفرت چې اوس په په اسلامی نړۍ بلکې د بشریّت په نړۍ کې د صیونیسټانو او امریکایانو په باب رامینځةشوی دی ، له صهیونیسټ رژيمه د پتمنو ملتونو دغچ اخستنې او ددغه ماشوم وژونکي جنایتکار رژيم د له مینځه تلو سبب به شي .

 د ایران له خوا د صهیونیسټي رژیم سزا کولو او رټلو د اسلامی نړۍ عزت او عظمت زیات کړد پاکستان  د سند صوبې اعلی وزیر  او ګورنر  د صهیونیسټ رژيم  په سزا کولو او رټلو لپاره  د ایران د اسلامی جمهوریت  قدرتمند ځواب  د اسلامی نړۍ  د عزت او  عظمت دلوړاوي او خوشالۍ سبب وبالۀ او ټينګار ئې وکړ،  چې دغه اقدام  دنړۍ ددرستو مسلمانانو لپاره یو ویاړ دی.
  د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر ابراهیم ریئسي  پاکستان ته د سفر په دوهمه ورځ پرون سهار وختي لاهور ته  او بیا ناوخته  د پاکستان  بندري ښار او دا قتصاد زړه  او د سند صوبې مرکز کراچئ ته لاړ.
 د سند صوبې اعلی  وزیر مراد علی شاه او ګورنر محمد کامران ټسوري  د کراچۍ په هوائي ډګر کې د اسلامی ایران د ولسمشر  په هرکلي سره  له هغه سره لیده کاته وکړل.
د اسلامی ایران ولسمشر  په دغې کتنې کې ددې خبرې په کولو سره چې  له ګاونډیو  او مسلمانو هیوادونو  په تیره بیا  خپل ورو ر او دوست هیواد پاکستان سره  د ملګرتیا پراختیا د ایران د اسلامی جمهوریت د سیاس یو لومړیتوب دی، په مختلفو اقتصادي ،تجارتي او انرژۍ په حوزو کې ئې  د پاکستان  له چارواکو سره  خپلو خبرواترو ته په اشارې سره  ووئيل، هیله مند یوو ،په دغه سفر کې شوي موافقې ددواړو لورو د مسئولو چارواکو په تعقیبونې سره  زرترزره اجرائي او عملیاتي شي.
د سند صوبې اعلی وزیر او ګورنر هم په دغې کتنې کې پاکستان ته د اسلامی ایران د ولسمشر د سفر د یوه مقصد په توګه  د کراچۍ په ټاکلو د خوښۍ په ښودلو سره  ددواړو هیوادونو  اړیکې له  ډيپلوماټيکو اړیکو څخه ورآخوا او پر کلتوري ،دیني او تاریخي مشترکاتو  او د زړه  په صمیمیّت  تکیه کونکي وبللې او وې وئيل،  له ایران سره به د اقتصادي ملګرتیاؤ او د تجارتي مبادلاتو  په پراختیا کې خپلې ټوله هڅې  وکاروي. دوي همداراز د صهیونیسټي رژيم  د رټلو او سزا کولو لپاره د اسلامی ایران  قدرتمند ځواب د اسلامی نړۍ د خوښۍ او دعزت او عظمت د لوړتیا  سبب وباله او ټينګار ئې وکړ،  چې دغه اقدام د نړۍ ددرستو مسلمانانو  لپاره یو ویاړ دی.
د سند صوبې ګورنر  همداراز  د  اسلامی ایران ولسمشر ته د کراچۍ پوهنتون  افتخاري ډګري هم ډالۍ کړه.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر پرون سهار پاکستان ته د خپل سفر په دوهمې ورځې  همدرااز په لاهور کې د پنجاب اعلی وزیرې میرمن  میریم نواز  او ګورنر بلیغ الرحمن سره هم لیده کاته وکړل او ددې خبرې په کولو سره  چې  د اسلامی انقلاب  له بریالیتوب  وروسته ددواړو هیوادونو اړیکې تل  مخ په وده اولوړتیا  دي،ووئیل،  د دوو اړخیزو اړیکو د پراختیا په لاره کې هیڅ ډول خنډ نشته .
د اسلامی ایران ولسمشر  ددې خبرې په کولو سره چې  لاهور ته د  هغه او ورسره د پلاوي د سفر  یوه موخه د اقبال لاهوري  ته د ا حترام په سترګه کتل او ددواړو هیوادونو د  کلتوري اړیکو  پیاوړتیا ده ،ووئيل، لاهور  د پاکستان یو کلتوري سمبول  حسابیږي.
 دپنجاب اعلی وزیرې  میریم نواز او ګورنر بلیغ الرحمن  هم  پنجاب صوبې ته د اسلامي ایران د  ولسمشر او ورسره د پلاوي سفر  او د علامه اقبال په  مزار او دغه راز جی سی لاهور پوهنتون کې  د دوي  شتون په قدرونې سره  ووئیل،  د ایران او پاکستان  داړیکو  دلاپراختیا او ژورتیا  لپاره به خپلې ټوله هڅې وکاروي. په دغې کتنې کې دواړو لورو  په پاکستان کې  فارسي ژبې  ته توجه او  ګډې کلتوري مخینې ته په پام سره، په پاکستان کې د فارسي ژبې د زده کړې د پراختیا لپاره  سره موافقه وکړه  او د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  په  دې زمینې کې د ملګرتیا لپار د تهران د چمتووالي په ښودلو سره  د ایران د کلتور او اسلامی ارشاد وزیر ته  ماموریّت ورکړ،ددې موضوع د زمینو اومقدماتو د تمهید لپاره دې د پاکستان له اړونده مسئولانو سره  لازمې ملګرتیاوې وکړي.
https://iqna.ir/fa/news/4212063/
https://iqna.ir/fa/news/4212054  
https://iqna.ir/fa/news/4212063/
 

captcha