IQNA

قرآني سیالئ باید په نورو ډګرونو کې هم د نوښت او بدلون سرچینه شي

7:04 - February 23, 2023
د خبر لمبر: 3486941
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د قرآن د نړیوالو سیالیو دنهائي مرحلې په پایزو دستورو کې د قرآن په ډګر کې د  اسلامی انقلاب دمعظم لارښود د بیرغ اوچتولو  ته په اشارې سره ووئيلو قرآني سیالۍ باید په نورو قرآني ډګرونو کې د نوښتوالی او بدلون سرچینه شي.

ایکناخبري آژانس راپور راکړد ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر حجةالاسلام سید ابراهیم ریئسي بیګا د تهران د  اسلامی هیوادونو د سرمشریزې په هال کې د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن د نړیوالو سیالیو د نهه دیرشم پړاؤ د  نهائي مرحلې په پایزو دستورو کې پخپلې وینا کې ووئيل، دغه سیالئ په دنیا کې د قرآڼ د ټولو سیالیو مور ده او له نیکمرغه   د اوقافو  په ادارې کې ارزښتمنې تجروبې  لرو چې  دغه تجروبې درستو  هیوادونو ته   منتقلولو ته تیار  یوو.

هغه په دوام کې ووئيل،د خداي له شکر اداکولو وروسته باید ددغه قرآني حرکت په خاطر، د زړه له کومې ، د اسلامی انقلاب د هوښیار او متفکر رهبر څخه قدرونه و مننه وکړو چې دغه روحیه او دغه کلتور او بیرغ ئې رپولی دی.  اوس هغه یوازینۍ لاره چې زمونږ ځوانان خوندي ساتي ،دغو انسان جوړونکو آیتونو ته توجه ده .

د اسلامی ایران ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې باید هڅه وکړوڅو سیالۍ یوازې په ملی بڼه نه ،بلکې  دولایت په بڼه او د زده کونکو په سویه ترسره کړو،ووئيل؛په ښونځي کې د قراني فضا دودول او  زده کونکو ورسره ملګرتیا  ډيرې اغیزې شیندي ،مونږ باؤری  یوو چې دغه سیالۍ باید  په نورو قرآني ډګرونو کې  دنوښتوالي  او د کمیت او کیفیت  دبدلون سرچینه شي.

هغه په دې په ټينګار سره چې د قرآن والو همپالنه او یو تفکر باید د قرآني نوښتوالي سبب شي،ووئیل، یوه وخت د قرآني مقالو لیکل دود شوي وو،چې اوس هم باید ورته توجه وشي او د زده کړې ، دلوړو زده کړې دوزارتونو او د اوقافو د ادارې  په ملګرتیا سره تحقق ومومي.

مسابقات منشأ تحول و نوآوری در دیگر عرصه‌های قرآنی باشد

ابراهیم ریئسي ددې خبرې په کولو سره چې اسلامی ایران باید په قرآنی محصولاتو کې د نوښتوالي په مرکز بدل شي ،زیاته کړه،نوښتګر ځوانان په دې باب ارزښتمند رول لوبولی شي. هغه په دوام کې ووظیل، ټولو هیوادونو ته په احترام سره دایران اسلامی جمهوریتد قرآني فرهنګ د دودولو په پلازمینې بدلیدلی شي اودغه ځائيګی چې قرآن دټولو چارو په سر کې دی ،دټولو تولنو لپاره یوه بیلګه کیدلی شي.

د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر په پای کې ددې خبرې په کولو سره چې  کله دښمن بل څه نشي کولی ،نو له ایرانه ویرولو ته مخه کوي،ووئيل،ددنیا تر ټولوترقي یافته اساسی قانون،د ایران اساسی قانون دی ،ځکه چې د آرمان او ډيموکراسۍ ترمینځ ئې حرکت کړی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4123916/%D9

captcha