IQNA

مصر د ؛سید البیلي اوه سوه کلن جامع جومات په ساتلو کې لټي کوي

17:26 - November 07, 2021
د خبر لمبر: 3484922
تهران(ایکنا) – د سید سالم البیلي ابو غنام جومات ،په اوه سوه درې څلویښټ کلونو عمر سره په مصر کې د حیرانونکي  هنر او معمارۍ یو شاهکار حسابیږي ، خو د مصر حکومت ددغه مقدس ځاي د بیا رغاونې لپاره د دیني او حقوقي شخصیّتونو او ښاریزو له څوکلنو غوښتنوڅخه مخ اړوي .

ایکناخبری آژانس د  املصری الیوم له قوله راپور راکړ ، د سید سالم البیلی ابوغنام جومات  په مصر کې  د جوړونې او پلانونې له نظره یو تر ټولو پرتمین او په زړه پورې  جومات دی، چې ددغه هیواد په کفرالشیخ صوبې کې په بیلا ښار کې واقع دی .

سره له دې چې  دابوغنام جومات د ودانۍ وضعیَت  باندې پام نه دی شوی  او د ړنګیدو په درشل کې دی ،خو دمصر د کفر الشیخ صوبې ډيری اوسیدونکي  هماغه راز په دغه جومات کې لمونځ قایموي  او دلته لمونځ ادا کول دخپل ژوند د برکت سبب ګڼي  او ددغه جومات نامه ئې هم د جامع جومات کیښودلې ده .. ددغه جومات نعمت د کفرالشیخ ډیری اوسیدونکي  په دغه مقدس ځاي کې د لمونځ قایمولو ته لیواله کوي  او  د معنوي موقعیّت په دلیل  ئې د جومات دد پاسه  جامع جومات نامه هم لیکلې ده .

https://iqna.ir/fa/news/3998758/%D8%

captcha