IQNA

د اسلامی سپيڅلو ځایونو له زیارت او سیل څخه په Islamic GPS سره خوند واخلئ

16:35 - November 01, 2021
د خبر لمبر: 3484887
تهران  (ایکنا) -  «Islamic GPS» پروګرام یوه برخه زیاته کړې ده  چې د یوه ځاي تر ټولو نزدې جومات پر موندلو سربیره   کارونکي ته دا امکان هم ورکوي ، چې په درستې نړۍ کې جوماتونه او اسلامی مقدس ځایونه هم پیدا کړي .دغه کار په آسانۍ سره د یوه اپلیکیشن له لارې په شخصي موبایل ټيلیفون کې هم ترسره کیدلی شي .

ایکنا خبري آژانس  راپور راکړ ،په لویدیځي هیوادونو کې د مسلمانانو نفوسو وده لامل شوې ده ،هغه خدمات او امکانات چې دغه کسان ئې له اسلامی شریعت په اساس د مسئلو د رعایتولو په دلیل  ورته اړتیا لري،هم په زیاتیدا دي .

بریتانیا یوهغه هیواد دی چې د اروپا په لویدیځ کې ترټولو زیاته مسلمانه  آبادي لري . سره له دې چې ددغه هیواد مسلمانان دوهم ستر لږکی حسابیږي،خو په دغه هیواد کې ډیرې اغیزې شیندي .

د مسلمانو ټولنو اړتیاؤ ته په پام سره، داسې ښکاري چې د مالي او خواړو دتامینولو دوې حوزې  د انګلستان پشمول د لویدیځي ټولنود مسلمانانو لپاره له لازیات اهمیّته برخمنې دي . له ډې ټولو سره سره د اسلامی ټولنو غوره شخصیّتونو هڅه کړې ده ، په نورو حوزو کې هم واردشي او  د حلالو محصولاتو له ګټه لرونکو بازارونو استفاده وکړي .    Islamic GPS  پروګرام  د ډول ډول حلالو محصولاتو په حوزې کې  همدغه یوه هڅه شمیرل کیږي  چې بازار ته ئې پر نورو حلالو محصولاتو سربیره یو محصول وړاندې کړی دی .  

دغه سټار ټاپ د اقبال حسین په نامه یوه پاکستاني مهاجر له خوا سسټماټیک شوی او پخپله اقبال حسین  ددغه اپلیکیشن  دپلانونې مسئولیّت  په غاړه اخستی دی .ددغه پروګرام ویعني اسلامیک جي پي اس نسخه په پیل کې په ۲۰۱۵کال کې بازار ته په محدود ډول وړاندې شوه. یو کال وروسته  دغه اسلامیک جي پی ایس نسخه په رسمي توګه  په ۲۰۱۶کال کې افتتاح شوه . دغه اپلیکیشن د لمانځه د اداکولو لپاره د جومات  دموندلو په اړه تر شلو کلومیټرو پورې حدودو کې  خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کولی  او خدمات وړاندې کولی شي .   او دغه پروګرام په ملایشیا ، پاکستان او سری لنکا کې په سترو پلورنځایونو کې استعمالیږي او دغه راز له دغه پروګرامه په نورو څلور نوي هیوادونو کې هم ترې استفاده شوې ده .

 https://iqna.ir/fa/news/4008137

captcha