د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،د رویټرز د راپور په اساس، پداسی حال کی چی د روهینګیا کډوالو په سل ګونه کسان، د بنګلادش په کیمپونو کی د خطرناکی ناروغۍ له ګواښ سره مخامخ دی، یونیسف نن په یوې بیانیه کی اعلان وکړ: د روهیګیا ماشومان د خواړه؛ درملو او جامو له کمښت څخه رنځ و ړی، او مناسبی زده کړې ته له لاسرسۍ څخه بی برخی دی.
د ملګرو ملتو د ماشومانو صندوق اعلان وکړ: له ۵۳۰ څخه تر ۶۰۰ زرو څخه زیات روهینګیایی مسلمانان، تر اوسه لا د میانمار په لویدیځ کی، په راخین ولایت کی دی، چی د هغوی ۳۶۰ زره تنه ماشومان دی.
دمیانمار دولت ادعا کوی؛ چی خپلو کورونو او ټاټوبی ته د روهینګیایی کډوالو بیرته ستنولو ته چمتو دئ، خو شواهد را ښیی چی بنګلادش ته د ګڼو روهیینګیا کډوالو ورتګ، هماغه راز دوام لری.
http://parstoday.com/ps/news/world-i75845