د ایکنا راپور له مخې، د آراکان خبرونو نه په نقل، د میانمار د بشري حقوقو چینل په یو راپور کښې اعلان کړي: د میانمار مسلمانانو په زرګونو کسان تراوسه په تایلېنډ هیواد کښې ژوند کوي، د میانمار د سیاسي تبعیض له مخې مالي او یا وتلو جرمونو سره مخامخ دي.
د تایلېنډ عدالت تېر کال د هویت کارډ هغه کسانو ته چې په دغه هیواد کښې خپل ژوند او کار ته د ادامه ورکولو غوښتونکې دي تاکید کړې وو او د دې میاشتې په اخیره کښې هغه کډوال چې په تایلېنډ کښې شتون لري او غواړې په قانونی توګه په دغه هیواد کښې کار ته ادامه ورکړي باید هویت ترلاسه کړي.
د میانمار بشري حقوقو چینل له اړخه ترسره شوي په څېړنه کښې د میانمار او تایلېنډ په پوله باندې ۸۰٪ کوم میانماری مسلمانان چې زېږېدلی دې له هر قسمه هویت او د هویت کارډ او مدارکو نشتوالي سره مخامخ دي.
د بشر حقوقو چینل پیل کوونکې مشر کیو وین په ادامه کښې وویل: میانمار حکومت له اړخه مسلمانانو ته په سیاسي توګه ښاریز حق نه ورکولو له کبله هغوي ګاونډي هیوادونو ته تللو باندې مجبور دي، چې دا په تایلېنډ کښې د هویت نه لرونکو کسانو شتون سبب ګرځېدلي.
هغه له میانمار حکومت نه غوښتنه وکړه چې د بشري حقوقو اصولو باندې عمل کولو سره د ښاریزو له هویتي حق اخیستلو غیر قانوني او عقلي دندې پای ته ورسوي.
یادښتونه؛ د تېر کال په اګست میاشته کښې د میانمار مسلمانانو خلاف د میانمار نظامي بریدونو شورو شوې وه چې د ملګرې ملتونو سازمان له اړخه هغې ته د نسل پاکولو نوم ورکړي وو او له دغه سببه ۷۰۰ زره روهینګیا مسلمانان له دغه هیواده وتښتېدل او د بنګلادېش او میانمار په پوله مېشت شول.
http://iqna.ir/fa/news/3725875