قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د « watoday» خبرونو ویبپاڼی نه په نقل، د استرالیا ځنی مسلمانانو او مسیحیانو سره یو غونډه پیل کړه چې په کې له یو بل سره د دینی مسئلو په اړه یی خبری وکړی.
دا غونډه چې عمومی ګډون په کې ازاد وو د جرج سنتی کلیسا کې د هفتی په شپه د هغه ځی محلی وخت ۱۸ بجی پیل شوه.
کشیش ریچارډ بنګلی چې د دې غونډی پیل کوونکې دی په دې اړه یی « Fairfax» ته وویل: اسلام نن د ترهګری مسئلی سره مخامخ دی او مسیحیت د ماشومانو نه غلطې ګټې اوچتولو مسئلی سره، نوځکه دا دواړه مسئلی د دې غونډی مشترکه موضوع دی.
هغه زیاته کړه: په دغه ډله کې به ۶ کسان (درې د مسلمانانو او ۳ د مسحیت پوهانده) به شرکت کوی. چې له تقریر نه پس به د سوال او ځواب په هکله او د دغی موضوع په هکله خبری اتری او د نظر بدلون کوی.
عایشه نوکووایچ چې د پوهنتون نه حقوق زدکړه کوی او د دوه ماشومانو مور ده د مسلمانانو له اړخه په دغه جلسه تقریر کوونکې ده په دې اړه وویل: په دی غونډه کې زمونږ د ګډون هدف د هغه مسئلو په اړه چې مسلمانان او مسحیان یی ښکار دی باندې د نظر بدلون او خبری اتری کول دی او دا خبری به ډېری منینی او منطق او دلیل سره د دینی ښودنو او له یو بل د احترام خیال ساتلو سره ترسره کېږی.
په دې اخیرنۍ هفتو کې دا دویمه غونډه ده چې په پرت ښار کې پیل کېږی، ړومبنۍ غونډه د لبنان او پاریس باندې حملو په اړه د مختلفو دینونو مشرانو ترمنځه پیل شوی وه چې د جمعی دعا مراسمو سره د دینونو ترمنځه سولې او ملګرتیا نښه وه.