د صهیونیسټ پوځیانو په یرغل سره تاوتریخجن شول .
د فلسطین د نیواکګر رژیم پوځیانو په زرګونو ویرجنو فلسطینیانو باندې د اوښلنو ګازونو په شیندلو او د جنګي ګولو په ویشتلو سره په لسګونو فلسطینیان ژوبل کړل او هغوې یې ونیول .
د اسرائیلو عسکرو د قطر د الجزیرې ټيلي ویژن خبریاله میرمن شیرین ابو عاقله چې یوپنځوس کلنه وه د غواي د میاشتې په ۲۱ نیټه د اردن سین په لویدیځې غاړې کښې د جنین د کډوالو په کیمپ باندې د صهیونیسټ رژیم د پوځ د حملې د پوښښ په وخت د اسرائیلو عسکرو په سر باندې ډزو وویشتله .
دغه شهیدې خبریالې د شهادت په وخت په کامل ډول د خبریالانو لباس اچولی و.