ایکنانیوز د پاکتسان صوت انټرنیټي سایټ له قوله راپور راکړ، په هندوستان کې د جماعت اسلامی امیر سید سادات الله الحسیني په یولړ څرګندونو کې ووئيل، چې په هندوستان کې په مختلفو سیمو کې د جوماتونو،مدرسو اواسلامی ځایونو د ړنګولو عملیات ښه ځیری نه دی او په هندوستان کې اسلامی هویّت ګواښي.
د کشمیر رسندوي ادارې راپور ورکوي، د هند جماعت اسلامی رهبر سادات الله حسیني د ؛هندواتوا په وړاندې مقاومت؛ په عنوان سره په لوي لاریون کې چې په کرالا صوبې کې ترسره شو، پخپلې وینا کې ووئيل، په نوي ډیلي او نورو صوبو کې د تاریخي او دیني ځایونو د رنګولو عملیات نه یوازې اسلامی هویّت ګواښي ،بلکې د هند سیکولر جوړښت هم له خطرې سره مخامخ کوي.
الحسیني د فرقه پالنې ،نفرت او توکمپالنې په وړاندې د پریکنده مقاومت په ضرورت ټينګار وکړ.
هغه همداراز په ټولنو کې د تفرقې او نفرت اوکرکې د کړؤنکي بهیر شتون ته په اشارې سره او د هغه انګریز مورع آرنولډ ټوینبي د څرګندونو په استناد سره چې ؛تمدنونه په خودکشۍ سره مړکیږي، نه په وژلو سره ؛ ټينګار کړی دی ، چې نفرت خورول د د پرمختګ او پراختیا په وړاندې په لومړیتوب بدل شوي دي.
الحسینی همداراز د فرقه پالو پروګرامونو د اجرائي کولو لپاره په قضائي سسټم کې لاسوهنې او په اورګانونو باندې داعتماد کمیدا ته د عمومی افکارو توجهات جلب کړل او د سیاسی رهبرانو له خوا ئې د نفرت خورونکو څرګندونو د مطرح کیدا لپاره د زیاتیدونکي عادي کیدا او د قانون پخپلې خوښې اجرا په سخته محکومه کړه.
هغه همداراز د ډیلي په جنوبی سیمې کې په مهرانولي سیمې کې د شپږسوه کلن اخوانجي جومات پشمول دجوماتونو دړنګیدا په باب هم اندیښنه وښودله .
دهند د جماعت اسلامی مشر د هغه فرقه پال سیاست د خطرناکې لارې په باب خبرداری ورکړ چې نه یوازې مسلمانان ګواښي ،بلکې د قضایې قوې یووالی او د قانون حاکمیّت هم کمزوری کوي.
سادات الله الحسینی د حدمت، عشق او خبرواترو له لارې د ذهنونو اوزړونو دلاس ته راوړلو په ضرورت او دغه راز د ناغیړیو او ترینګلتیاؤ په وړاندې دکلکې دریدا په اهمیّت ټينګار وکړ او د دیني آزادۍ د ساتلو او د ظلم په وړاندې د مقاومت او د اقتصادي ، تعلیمي توانمنولو غوښتنه ئې وکړه.