له دې مخکې وحشي صهیونیسټي ريژم د رمضان المبارک په وروستۍ جمعې ورخې په الاقصی جومات او نیواکي قدس کې د حالاتو د کنټرولولو لپاره د درې زره شپږ سوه پوځيانو د لیږد خبر ورکړی ؤ. وروستي راپورونه ښئ چې په الاقصی جومات کې د جمعةالوداع د لمانځه د اقامې لپاره څه دپاسه شپيته زره کسان حاضر شوي وو.
ځاي سرچینو وئيلي دي ، چې په لمونځ ګوزارو د صهیونیسټي پوځيانو له حملې وروسته د الاقصی جومات په انګڼ کې په زرګونو فلسطنیانو د غزې تړانګې او دالاقصی جومات په ملاتړ کې شعارونه ورکړل.
د عینی شاهدانو په وینا، د صهیونیسيټ رژيم د یوه ډرون په وسیله اوښلن ګیس چې د جومات د پاسه ئې الوت کاوه، وپآښه. دوي دغه راز ووئيل، چې وروسته د الاقصی جومات صحنونو ته آرامښت بیرته ستون شو او کراری شو.
د صهیونیسټي رژيم حکومتي سرچینو تر وروستیو پورې پر لمونځ ګوزارو د اوښلن ګیس د پاښلو د دلیلونو په باب څه نه دي وئيلي.
په راپور کې وئيل شوي دي ، د بیت المقدس د اسلامی اوقافو ادارې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، نن په الاقصی جومات کې څه د پاسه شپيتو زرو کسانو د جمعې سهار لمونځ اقامه کړ او دغه راز کابو اتیا زرو څخه زیات کسانو په الاقصی جومات کې د جمعةالوداع ورځې د لمانځه په قایمولو کې ګډون کړی دی.
سږکال د روژې دمبارکې میاشتې تر ټولو وروستۍ جمعه د رمضان د میاشتې د ۲۶- ۲۷ له شپې سره برابره شوې ده ،دا یوزینۍ شپه ده چې په ټول کال کې د الاقصی جومات دروازې ټوله شپه ورځ د لمونځ ګوزارو په وړاندې پرانیستي وي.