IQNA

په اوسمهال دوران کې ځيړی ورکونکي آیتونه (فیلم)

7:15 - February 26, 2024
د خبر لمبر: 3488787
ایکنا- امیر المومنین  حضرت امام علی علیه السلام فرمائي ؛په قرآڼ کریم کې یاد شوي مستضعفین چې خداوندمتعال ارده کړې ده ، دوي پر مځکې د خلکو مخکښان کړي، مونږ د پيغمبر اکرم کورنۍ یوو. خداي تعالی بلاخری ددغې کورنۍ د مهدي ظهور کوي  د هغه په وسیله دوي د پرتم ،عزت او اقتدار اوج ته رسوي او د دوي دښمنان ذلت وآخوا ته کاږي.(بحار الانوار ج۵۱، ص ۶۳)

ایکنانیوز راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن د نړیوالو سیالیو د څلویښتم پړاؤ له ترسره کیدا او په دغو سیالیو کې د اسلامی نړۍ د غوره قاریانو او قاضیانو له شتون سره په یووخت او دغه راز د د بشریّت د ژغورونکي د نیکمرغه میلاد د کلیزې په درشل کې  ایکنا خبری آژانس د ایران  په دغه ترټولو لوئې قرآني پيښې کې د  یو شمیر ګډون کونکو بهرنیانو څخه  د ؛ انتظار په زمانې کې د ځيري ورکونکو  آیتونو ؛ په عنوان سره  په کمپاین کې  د قصص مبارکې سورې د ۵آیتو او د انبیاء سورې د ۱۰۵آیت  د تلاؤت غوښتنه وکړه.

دغه کمپاین د ایران په اسلامی جمهوریت او درستې نړئ کې د قرآڼ د کلتور د تحقق  او په مختلفو ډګرونو کې د قرآني معارفو څخه د لیرې کیدا  د ختمولو  لپاره په هڅې کې د  ایکنا خبری آژانس د ماموریت بشپړول دي.  هیله ده د وړاندې کونکي ویډیو  په لیدو او د  هغه نوري آیتونو په آوریدو سره چې پر مځکې  د مستضعفینو د حکمرانۍ ځيری دی ، د فرج په دعا سره د زمانې د  امام(عج) په ظهور کې د تعجیل لپاره په زمینه جوړونې کې که څه هم ډیره لږه ونډه ولرل شو.

 

په دغې ویډیو کې تلاؤت شوو آیتونو کې د قصص سورې پنځم  آیت دی چې فرمائي ؛

 

وَنُرِيدُ أَنْ نَمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ ﴿قصص/۵ 

 

او مونږ غوښتل چې په هغه ځمکه کې ماتې خوړلو کسانو باندې  برکت  نازل کړو او دوی [د خلکو] مشران جوړ کړو او دوی د [د ځمکې] وارثان کړو.

امیر المومنین علیه  السلام ددغه آیت شریف په بیانولو کې فرمائي؛ دنیا به له سرکشۍ او بغاؤت وروسته  د هغې اوښې په شان چې خاوند ته د شیدو له ورکولو ډده کوي،او هغه د خپل بچي لپاره ساتي،د مونږ وآخوا ته مخه کړي.(نهج البلاغه۲۰۹)

 بیا د حضرت امام علی علیه السلام له قوله وئيل شوي دي چې فرمائي؛په قرآن کریم کې یاد شوي مستضعفین  چې  خداي تعالی اراده کړې ده ، دوي پر مځکې د خلکو مخکښ وګرځوي، مونږ د پيغمبر  کورنۍ یوو،خداوندمتعال بلاخره  ددغې کورنۍ ؛ مهدي ؛ راپورته کوي او دهغه په وسیله ، دوي د عزت ، پرتم  او اقتدار اوج ته رسوي او د دوي دښمنان به ذلت  وآخوا ته وکاږي.

دانبیا مبارکې سورې په یو سل پنځم آیت کې هم راغلي دي؛

وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُورِ مِنْ بَعْدِ الذِّكْرِ أَنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ ﴿انبیاء/۱۰۵  

 او په حقیقت کې مو له زبورڅخه وروسته په زبور کې  ولیکل ، چې مځکه به د مونږ دغوره بندګانو میراث شي.

حضرت امام محمد باقر علیه السلام ، ددغه آیت په تفسیر کې فرمائي ؛ هُم اصحابُ المَهدِیِّ فی آخِرِ الزَّمانِ؛ دوي ،په آخرالزمان کې د مهدي ملګري دي:: (مجمع‌البیان/ ج۷ص۱۰۶)  او په یوه بل حدیث کې هم له هغه بزرګوار څخه روایت شوي دي چې فرمائي ؛ هُمُ القائِمُ وَ اصحابُهُ؛   دا قایم (ع)  او دهغه یاران دي ... (تفسیر قمی/ ج۲ص۷۷).

 

 

 
 
 
 

 

 

https://iqna.ir/fa/news/4201169

captcha