ایکنانیوز اردو څانګې راپور ورکړی، دپاکستان رسمي سرچینو راپور ورکړی، چې د پاکستان د حکومت او ولسی مرستو دریمه جوپه چې د فلسطین دغزې د مظلومو خلکو لپاره لیږدول شوي ، نن دمصر العریش هوائي ډګر ته رسیدلی او ډيره زر به دغزې مظلومو خلکو ته ولیږل شي.
په مصر کې دپاکستان د سفارت د یوې خبرتیا په اساس وئيل شوي دي چې په دغو مرستو کې طبی تجهیزات او درمل هم شامل دي او دغه مرستې چې دریمه جوپه ده ، د مصر سرې میاشتې ټولنې ته سپارل شوي دي.
په دغې خبرتیا کې وئيل شوي دي ، چې پاکستان دغزې د مظلومو او بې څوکه خلکو لپاره تر دې د مه دوه سوه ټنه مرستې لیږدولي دي.
داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوار الحق د نوي میلادي کال په مناسبت درست جنشونه او دستورې د غزې دمظلومو خلکو سره د پیوستون او همدردئ په خاطر لغوه کړې او په رسمي توګه دغه ستورې په ساده توګه لمانځل شوي او په درست هیواد کې پر جشنونو او خوشالیانو بندیز لګول شوی ؤ.د پاکستان ولس ددغ هیواد په مختلفو ښارونو او ښارګیو کې د فلسطین دمظلوم ولس سره د خواخوږئ او داسرائيلي وحشي ډوله جنایتونو په ضد په لسګونو ځله مظاهرې کړي او دغه راز ئې له جنایتکاروصهیونیسټانو سره دامریکا او لویدیځي هیوادونو بې خرته مرستې هم په کلکه غندلي دي.