ایکنا نیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د خوړو نړیوال پروګرام(ډبليو اف پي) په خپله ايکسپاڼې د يوې ويډيو په خپرولو سره لیکلي چې هڅه کوي په ټول افغانستان کې اړمنو خلکو ته خوراکي توکي ورسوي، خو د واورې ورېدو له امله په لرې پرتو سیمو کې لارې بندې دي.
دغه سازمان همد اراز ټینګار کړی چې په ۲۰۲۳ کال کې به د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کې له ۱۰ میلیونو اړمنو کسانو سره د خوراکي توکو مرستې کمې کړي.
نړیوال سازمانونه بیا- بیا د افغانستان بشري وضعیت د اندېښنې وړ بولي، خو د دغه وضعیت په اړه د طالب چارواکو څرګندونې ضدو نقیضې دي.
یو شمېر طالب چارواکي په دې اړه خپریدونکي ارقام بې ځایه تبلیغات بولي او ادعا لري چې د دوی له واکمنیدو سره وضعیت ښه شوی، خو یو شمېر یې بیا له نړیوالو د مرستو غوښتنه لری او وایي بېوزلۍ د افغانانو ژوند ځپلی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني روانه اوونۍ خبرداری ورکړ چې که د دوی پر رژیم د نړیوالو بندیزونه دوام ولري، په افغانستان کې به انساني غمیزې ته زمینه برابره کړي.