IQNA

قرآنی شخصیّتونه/52 

شیطان؛د انسان ترټولو اصلی دښمن

7:02 - October 17, 2023
د خبر لمبر: 3488120
ایکنا-(تهران) انسان په ټول ژوند کې  له داسې مختلفو بریالیتوبونو او چیلنجونو سره  مخامخ کیږي چې ځيني برخې ئې  دځان په نسبت له نورو سره بدي کول دي ،په داسې حال کې چې  د انسانانو په ذات کې بدي کول نشته  او هغه څه چې  ددغه شان پيښې لامل کیږي،  د شیطان هغه وسوسې دي چې   قسم  خوړلی انسان ګمراه کوي.

"شیطان" د هر شر او بدکار موجود او حتی د دښمن لپاره کارول کیږي،خو په خاصه توګه  په دیني مفاهیمو کې د هغه غیر فیزیکی موجود  نامه ده چې ځیني ئې  د فرښنې له جسنه او ځیني ئې د جن له جنسه  ګڼي.

دځينو الهی دینونو د پيروکارو په اند،شیطان   د انسان له خلقت مخکې ،د خدای یو خ اص بنده ؤ  چې ډير عبادت ئې کاوۀ او ډیره پوهه ئې درلوده، خو دانسان له خلقت او   انسان ته د فرښتو د سجده کولو په باب د خداوندمتعال  له حکمه  نافرماني  وروسته شیطان وشړل شو.   دهمدې لپاره هغه ؛شړل شوی؛ هم نومول کیږي. که څه هم شیطان له خداي تعالی غوښته وکړه څو  هغه ته فرصت و رکړي ، څو  انسان تر قیامت پورې ګمراه کړي. وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ قَالَ أَأَسْجُدُ لِمَنْ خَلَقْتَ طِينًا؛ قَالَ أَرَأَيْتَكَ هَذَا الَّذِي كَرَّمْتَ عَلَيَّ لَئِنْ أَخَّرْتَنِ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ لَأَحْتَنِكَنَّ ذُرِّيَّتَهُ إِلَّا قَلِيلًا؛ قَالَ اذْهَبْ فَمَنْ تَبِعَكَ مِنْهُمْ فَإِنَّ جَهَنَّمَ جَزَاؤُكُمْ جَزَاءً مَوْفُورًا"  او  هغه مهال فرښتو ته مو ووئيل  د آدم په وړاندې سجده وکړي ، نو(ټولو ) له ابلیس پرته  سجده وکړه، وې وئيل، آیا  دهغه چا لپاره سجده وکړم چې له خټې  پنځول شوي ته سجده وکړړم؛ (بیا ئې ) ووئيل،  ماته ووایه  هغه څوک چې پر ما  دې برلاسه کړئ ،( د څه لپاره وه ) که  تر قیامت ورځ پورې  راته مهلت راکړې، نو قطعا  به ئې له لږو کسانو پرته اولادونه  له لارې وغړم ، وې فرمائيل؛ځه ، چې  له هغو هر یو د تا پیروي وکړي،مسلما جهنم  به ئې  سزا وي ، چې ډیره سخته سزا ده (د آسرا سوره له ۶۱تر ۶۳پورې آیتونه )

  د ډير زیات عبادت  او همداراز د انسان په نسبت د خپل  ځان د برلاسه کیدا په دلیل د شیطان غرور دغه د نافرمانۍ سبب شو او همدغه پيښه سبب شوه څو شیطان  د انسان اصلي دښمن  شي ،ځکه چې  هغه قسم خوړلی دی څو انسان  په هرې یوې رودې سره چې وي ګمراه کړي. ؛قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ:  (شیطان) ووییل،نو ستا په عزت قسم چې ټول  به له لارې بې لارې کړم(ص-۸۲)

 هغه لومړنی کار چې شیطان د انسان په ضد وکړ، د حضرت آدم () ګمراه کول وو، حضرت ادم او د  غغه ماندنه ،خوا  چې  له پنځون وروسته  ئې په  جنت کې ژ،ند کاوه، دشیطان په وسوسې سره  ئې له ممنوعه ونې میوه وڅکله ،نو همدغه مسئله د خداي د قهر سبب  او له جنته ددواړو د ویستلو لامل شوه.

په قرآن کریم کې ۸۸ځله شیطان ته اشاره شوې د  چې له هغو ځيني برخې  دشیطان د پنځون او نافرمانۍ له کیسې سره اړونده ، خیني ئې د شیطان  له صفتونو او  دهغو له پیروکارو سره  او ځيني ئې د شیطا  د پیروکارو او د شیطان دعاقبت س ره اړونده دي  او ځیني نوره ئې هم د شیطان له وسوسو سره د الهي پیغمبرانو  له مقابلې سره اړونده کیږي چې  موخه ئې   د شیطان پیژندګلوي او له شیطان سره  د مقابلې لارې چارې دي .  

captcha