IQNA

اروپائي شورا د توپیر په وړاندې د مسلمانانو د ملاتړغوښتنه وکړه

15:04 - March 16, 2023
د خبر لمبر: 3487044
ایکنا-(تهران)اروپائي شورا د مسلمانانو په ضد دتعصباتو د څپې په زیاتیدا د اندیښنې په ښودلو سره،د هرډول توپیر په مقابل کې د مسلمانانود ملاتړ لپاره داقداماتو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

ایکنا د کویت خبری آژانس له قوله راپور ارکړ، اروپائي شورا چې د اروپالوئې وچې په داخل کې پر بشری حقوقو د څارنې په زمینې کې فعالیت کوي، د مسلمانانو په ضد ئې ددیني تعثباتو د نوي څپې په زیاتیدا اندیښنه ښودلې  او د اروپائي هیوادونو له مشرانو  ئې غوښتي څود هرډول تعصب اوتوپير په وړاندې دې د مسلمانانو د حفاظت او ملاتړ لپاره  هڅه وکړي. اروپائي شورا په دې مناسبت یوه اعلامیه هم خپره کړې چې  له اسلامه د ویرونې له پروسې سره دمبارزې  له نړیوالې ورځې سره په یووخت له اروپائي مشرانو دغه شان غوښته کړې ده..

د مارچ پنځلسمه نیټه  په ۲۰۱۹کال دمارچ په پنځلسمه نیټه په نیوزیلینډ کې یوه افراط پال په دوو جوماتونو باندې په ړندو ډزو کې ۵۱لمونځ ګوزار شهیدان او کابو ۴۹نور هم ټپیان کړي وو.ملګروملتو هم ددغې پیښې ددرنښت  او د افراط پالنې او ترهه ګرۍ په ضد دمبارزې  او له اسلامه د ویرونې د پروسې دمخنیوي په خاطر د مارچ پنځلسمه  نیټه له دغې سپيرې بلا سره د مبارزې  نړیواله ورځ نومولې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4128457/%D8%

captcha