IQNA

په امریکا کې د مسلمانانو او مسیحیانو مشترکي عبادي دستورې ترسره شوې

14:58 - December 19, 2022
د خبر لمبر: 3486625
ایکنا-(تهران) د امریکاپه اینډیاناپلیس کې د دوو دینونو دګټو ټکو په باب د مسلمانانو او مسیحیانو کلنۍ ګډې دستورې د زیات شمیر خلکو په ګډون سره ترسره شوې او دغه راز په ګډه دعا هم وشوه.

ایکناخبری آژانس د wthr له قوله راپور راکړ،د امریکا په اینډیاناپلیس کې په پرله پسې دشپږم کال لپاره د مسلمانانو او مسیحیانو ګډې عبادي دستورې ترسره شوې.

په تیرو څو کلونو کې د اینډیاناپلیس مسلمان او مسیحي مذهبی مشران تاریخ جوړونکي شوي دي او دکریسمس د چټیانو په درشل کې د خپل  ایمان د جشن جوړولو لپاره سره غونډ شول.دوي هیله مند دي چې ددوي کلنۍدعا په درستې نړۍ کې د بدلون سبب شي.دوي د قرآن او انجیل د یو شمیرګډو برخو په لوستلو سره،د مسلمانانو او مسیحیانو د وحدت او یووالی غوښته وکړه.

د ښار په مرکز کې د اینډیاناپلیس په کتابتون کې په  یوه هال کې ،د هغو دواړو دینونو رهبران چې له پیړیو راهسې  سره ښکیل وو، غونډ شول څو ګډ ټکي راپیدا کړي .پادری کریس واډلټن وائي، مونږ واقعا په خدای او  دخپل شاو خوا دنیا ته په ډيرو یوشان رودو سره ګورو او عقاید  مو سره مختلف کیدلی شي،البته هدفونه مو یو شان دي . 

د اینډیاناپلیس مسلمانانو د ټولنې احمد الامین  هم ووئيل، مونږ ډير ګډ ټکی لرو.دا دقیقا هماغه شی دی چې اوس ئې مونږ غواړو وبریښووچې مونږ مختلف او سره توپیرلرو،خو هماغه شان   پخپلو کې سره کار کولی او خپل توپیرونه پيژندلی شو.الامین ووئيل، هغه کاتولیک دی  او زه مسلمان یم  او ډيری مسلمانان  له هغه سره لازیات نزدیکت احساسوي.

 

دواړو مشرانو ووئيل په دغې دوه قطبي ټولنې کې اول یوه بل ته دانسان په توګه ګوري.الامین دغه راز ووئيل،  په یوه بل باید اعتماد وکړو،که  دغه کار ترسره کړو،نو دنړۍ مشکلات به هم  کړو.

پدر وډلټن هم ووئيل،مونږ هیله مند یوو چې دغه چاره د ایڼدیاناپلیس او درستې نړۍ  عمومی ټولنو ته وغزیږي..

دغه دستورې له دې وورسته پیل شوې چې په ۲۰۱۶کال کې د ډونالډټرمپ یوې پلوئ ډلې څو جوماتونو او اسلامی ښونځي ته د؛شیطان بچیانو ته  دخطاب؛ په عنوان سره د یوه لیک په لیږلو سره  ګواښ وکړ چې ټرمپ به د خپلې ولسمشرۍ په دوهم پړاؤ کې  امریکا پاکه کړي.په دغه لیک کې راغلي وو، ټرمپ نیّت لري ، تاسو سره هغه کار وکړي چې  هیټلر له یهودیانو سره کړی ؤ.ددغو دستورو ترسره کونکي وائي،ددغه پروګرام په څير دګډې دعا دستورو ترسره کولو له دې مخکې هیڅ مخینه  نه ده درلودلې.

  https://iqna.ir/fa/news/4108111/%

captcha