ایکناخبری آژانس د الطریق له قوله راپور راکړ،د دسمبر په یولسمه نیټه د غرختنې او دغرونو دنړیوالې ورځې په مناسبت پر پیغمبر(ص)د وحي د نزول د لومړني مقام په توګه په مکې مکرمې کې پر حراء غره باندې چې جبل النور هم نومیږی، د قرآن کریم ځیني آیتونه لیکل شوي دي.
د حراء کلتوري برخې د حراء غره ځيني عکسونه، پخپل رسمي ټویټري پاڼې کې خپره کړي دي چې په هغه حراء غر د پاسه د رڼا او نور څپې خورې ورې کړئ شوي د قرآني آیتونو ښکلا او ننداره ئې دوه چنده په زړه پورې کړې ده. .
دغه اقدام د غرونو د نړیوالې ورخې د درنښت په لړ کې او د حراء د تاریخي غر په لمن کې د حراء کلتوري کوڅې له افتتاح سره په یووخت ترسره شوی دی. ددغه مقدس ځاي په شاوخوا کې چې پرپیغمبر اکرم(ص)د وحي د نزول لومړنی ځای دی، تلونکي لارویان،د قرآن کریم دغه آیتونه وینی.
په دغو آیتونو کې د علق مبارکې سورې لومړني آیت«اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ» او همداراز د النبا مبارکې سورې اوم آیت یعني، «وَالْجِبَالَ أَوْتَادًا» شامل دي.
د حراء غر د جبل النور او جبل الاسلام په نامو سره هم پيژندل کیږي.دا غر د مکې یو مقدس ځاي او د رسالت له پړاوه باقي پاتې یو دیني اثر شمیرل کیږي.
ملګروملتو ددسمبر په یولسمه نیټه چې د لیندۍ شلمه نیټه کیږي، په ۲۰۰۲کال کې د غر ختنې او غر نړیوالې ورځې په توګه نومولې ده.
دغه ورځ د غرونو او دغرنیّو سرچینو اهمیت او دغه راز د ژواک چاپیریال دککړتیاؤ اوورانونو په وړاندې ددغه ارزښتمن میراث دخوندي ساتنې اهمیّت ته د اړونده ټولو ټولنو او اورګانونو د توجه کولو لپاره یو ډير ښه فرصت دی.
انتهای پیام
https://iqna.ir/fa/news/4106348