ایکناخبري آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ،د ایران په مشهد کې د پاکستان سرکنسول سجاد محمد خان پرون د مشهد له ښاروال سید عبدا... ارجائي سره د لاهور د تجارتي کوټې دپلاوي په غونډې کې ووئيل ، ایران او پاکستان په سیمې کې دوه مهم ګاونډي او دوست هیوادونه دي اود ایران او پاکستان د دوو مهمو ښارونو په توګه د مشهد او لاهور دښاروالیو تریمنځ ملګرتیا ، له ډير اهمیّته برخمنه ده .
په مشهد کې د پاکستان سرکنسول دغه راز ووئیل ، پاکستان د ایران یو مهم ګاونډی دی او په څه دپاسه دوه سوه میلیون آبادۍ سره دنړۍ یو پرجمعیّته هیواد حسابیږي ، چې له دغې آبادۍ څه دپاسه نوي فیصده خلک له ایرانیانو سره هم دین او وروڼه دي او له دې نظره ، هم د دوو ګاوندیانو ترمینځ اړیکې ډیر اهمیّت لري .
سیدعبدا.. ارجائي هم په دغې ناستې کې ووئيل مشهد د یوې مهمې سیمې په توګه دتجارتي مبادلاتو په پراختیا کې د اسلامی نړۍ او لاهور د تاجرانو په ارتباط کې اغیزشیندونکی رول لوبولی شي ، لکه څنګه چې دنړیوالو شرکتونو ددفترونو او بهرنیو زیارتوالو شتون ، دنورو هیوادونو له تاجرانو سره دنړیوالو ارتباطاتو دټينګولو لپاره دمشهد د لوړ ظرفیّت ښودنه کوي .
د پاکستان د لاهور د صنعت او تجارتي کوټې مشر او لوړپوړي مشرانو باندې مشتمل دپاکستان یو تجارتي پلاوی تیره اونۍ دتجارتي اړیکو دپیاوړتیا لپاره ایران ته راغلی څو د ایران له تجارتي لورو سره خپلې مبادلاتي اړیکې پراخې او پیاوړي کړي.