ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ،د پاکستان په کراچۍ کې په نړیوال نندارتون کې د ګډون کونکو ایرانیوشرکتونو سرپرست سعید دهقاني نن په یولړڅرګندونو کې ووئيل،له نندارتونونو او د ایران او پاکستان د صنائعو له توانمنیو څخه استفاده،د دواړو هیوادونو ترمینځ د تجارت د اندازې د زیاتولو لپاره یو ښه فرصت دی .
د ایران د تجارتي او دنندارتونونو د پراختیا د شرکت عمومي مدیر د پاکستان په کراچۍ کې دتجارت او صنعت د نړیوال نندارتون په وورستۍ ورځ ایرنا خبری اژانس سره په خبرو کې ووئيل ، دپاکستان ډیر لوړ صنعتي او تجارتي ظرفیّتونه د ایرانیو لورو لپاره لازیات فرصتونه رامینځةکولی شي .
هغه دغه راز ووئيل ،که د صنعت په تولید او صادراتو حوزې کې دایرانیو شرکتونو توانمنۍ په نظر کې ونیسو،او د پاکستان له ظرفیّتونو سره ئې پرتله کړو،نو په دې اصل پوهیږو،چې باید د خپلو تعاملاتو سویه ،له اوسنیو احصایو لالوړه کړو .
دهقاني وئيلي دي ،د دواړو هیوادونو دصنعتګرانو ترمینځّ د تعاملاتو پیاوړتیا، په ایران او پاکستان کې یوه اتحاد او ددرستو اړونده لورو رول ته اړتیا لري څو دوه اړخیز تجارت اندازه یوه هغه حد ته ورسول شو چې د دواړو ګاونډیو هیوادونو د واکوالانو او رهبرانو دغوښتنې او ژمنتیا په اساس وي .
د ایران د اسلامی جمهوریت د نولسو شرکتونو په ملګرتیا او د صنعتګرنو په فعال شتون سره د پاکستان د تجارت او صنعت اولسم نړیوال نندارتون چې له سه شنبې ورځې په کراچۍ کې پيل شوی نن تر وروستیو پورې به دوام ولري .