IQNA

په ترکيې کې د رمضان د مبارکې میاشتې معنوي درستورې؛قرآني مقابله؛

2:05 - March 23, 2024
د خبر لمبر: 3488923
ایکنا- ؛قرآني مقابله؛ د قرآن کریم د هغو آیتونو ډله ایزتلاؤت ته وئيل کیږي چې یوشمیر روژتیان او لمونځ ګوزار په جوماتون کې د روژې په مبارکې میاشتې کې  د جماعت له لمانځه شروع کیدا مخکې غونډیږي،او په ډله ایز ډول د قرآن کریم تلاؤت کوي.

ایکنانیوز آناتولي خبری آژانس له قوله راپور راکوي، ترکیه هیواد په روژې مبارکې میاشتې کې  په ډيرو معنوي دود او دستورراتو سره پيژندل کیږي.په دغو دستورواتو کې ؛قرآني مقابله  چې د قرآن کریم  یو داسې ډله ایزډول ختم دی چې ددغه هیواد په تقریبا ټولو جوماتونو او همداراز په کورونو کې په مختلفو عمرونو  کې د وګړو  په شتون سره او  په لوړ غږ سره ترسره کیږي.

د وئيلو ده چې د ترکې په استانبول کې د توپکایی  ماڼۍ په میوزیم کې  قرآني مقابله  په ټول کال کې هره ورځ ترسره کیږي.

 ؛مقابله؛ یو داسې دود او دستورو دی چې د عثمانیانو له پړاؤه شته او  د هغه اصل د پیغمبراکرم (ص) زمانې ته ورګرځي چې  د  د هغه بزرګوار له اصحابو څخه د قرآن قاریان او حافظان  د قرآن تلاؤت کوي او حضرت رسول اکرم(ص) او آوریدونکي د هغوي له تلاؤته متاثر کیږي.

 قرآنی مقاله معموملا په جامعې  جوماتنونو اونورو  جوماتونو کې ترسره کیږي. په دې توګه  لمونځ ګوزار او روژتیان په جوماتونو کې دجماعت له لمانځه مخهکې  غونډیږي او د قرآن کریم تلاؤت کوي. دغه کار د روژې مبارکې میاشتې له پیلیدا مخکې شروع کیږي او ددغې مبارکې میاشتې تر وروستیو پورې دوام  مومي.

د قاریانو او حافظانو د موجودو کسانو په ملګرتیا سره  په ښکلي او په زړه پورې غږ سره د قرآن کریم دآیتونو دتلاؤت له پلوه  مقابله ،له یوه داسې خاص معنویته برخمنه ده  چې  ددغو غونډو او محفلونو  فضا یوه ډیره مینه ناکه او ولولناکه فضا وړاندې کوي.

؛مقابله ؛ څرنګه ترسره ګیږي؟ 

قرآن مقابله  داسې ترسره کیږي چې د قرآن حافظ یا قاري ، د کلام الله  ځینی آیتونه په زړه پورې غږ سره تلاؤت کوي او  فرق نه کوي ، چې قاري دغه آیتونه د حفظ یا په مستقیمه بڼه  له مصحفه تلاؤت کړي. بیا  حاضر کسان او  اوریدونکي په چپتیا سره  دقرآن آیتونو ته غوږ کیږی او پخپله هم دغه آیتونه په ډیر ټيټ غږ سره له مصحفونو او قرآنونو تلاؤت کوي.

مقابله قرآن در ماه مبارک رمضان

قرآني مقابله  دتریکې پشمول په یو شمیر اسلامی هیوادونو کې د رجب له فضیلت ډکې میاشتې څخه پیلیږی او په شعبان اورمضان مبارکو میاشتو کې هم دوام لري.په قرآم مقابلې دستورو کې  یو یا څو قاریان  په وار سره او ولولې سره  د قرآن کریم یوه سپاره تلاؤت کوي.

په قرآن مقابلې دستورو کې د خلکو ډله ایز ګډون

په اوسني پړاؤ کې معمولان د روژې دمبارکې میاشتې په لومړۍ ورځ د قرآن مقابله،  د ترکیې په مختلفو جوماتونو کې پيلیږي او  د رمضان المبارک د برکتناکې میاشتې له ترټولو وروستۍ ورځ سره همهاله ، ټول قرآن ختمیږي او د قرآن د ختم دعا هم په ډله ایز ډول قرآئت کیږي.

د قرآنی مقابلې په دستورو کې میرمنې هم په جومات کې د میرمنو په مخصوص ځاي کې شتون پیدا کوي . میرمنې پخپلو کورونو کې هم په روژې مبارکې میاشتې کې د قرآنی مقابلې دستورې ترسره کوي او  ماشومان اوزلمیان هم په دغو دستورو کې ګډون کوي.

مقابله قرآن در ماه مبارک رمضان

https://iqna.ir/fa/news/4205016

 

captcha