IQNA

له قرآنه د صهیونیسټانو په ناوړه استفادې د غزې د اوسیدونکوغوسه او کرکه اود نړۍ پتمنو ته دحماس پیغام

8:19 - December 10, 2023
د خبر لمبر: 3488400
ایکنانیوز-  د وحشي صهیونیسټي رژيم  الوتکې د غزط پر  هستوګنو سیمو  د قرآن دآیتونو لرونکی بروشرونو په  غورځولو سره هڅه کوي ددغې سیم د خلکو روحیه له  مینځه یوسي. د غزې خلکو د وحي د کلام په دغې بې حرمتۍ باندې خپله سخته غوسه او کرکه څرګنده کړې ده.

ایکنانیوز  دالجزیره  لهقوله راپور راکړ، دغزې  تړانګې اوسیدونکو د صهیونیسټي الوتکو په وسیله د خانس یونس پر ځينو برخو د هغو برشرونو په غورځولو چې د قرآن کریم آیتونه لري، سخت غبرګون وښود.

پردغو پاڼو یابروشرونو  دعنکبوت سورې د څوارلسم آیت یوه برخه   (فَأَخَذَهُمُ الطُّوفَانُ وَهُمْ ظَالِمُونَ)؛ یعني طوفان  دوی په داسې حال کې چې ظالمان وو راګیر کړل،لیکل شوي چې د حضرت نوح علیه السلام کیسه روایتوي.

د خان یونس یوه اوسیدونکی صالح الجعفري په دې باب ووئيل، نه پوهیږو،له دغو آيتونو غورځولو څخه د دوي څه  مقصد دی ،آیا د یو ډول نفسیاتي تاکتیک  د کارولو هڅه کوي؟ هغه زیاته ک ړې ده ، د قرآڼ کریم له آیتونو استفاده چې حتی د  هغه په متن هم نه پوهیږي، یا د هغه د نازلیدا  وخت نه پيژني ،یو احمقانه او سپک اقدام دی .دوي حتی په دې هم نه پوهیږي،  چې په دې پسې ورپسې کوم آیت دی.

په ایکس ټولنیز چینل کې په یوه بل پُسټ کې راغلي دي ،داسې ښکاري له دغه اقدامه داسرائيلیانو موخه ،غیر  پوځي کسان دي

د غزې یو اوسیدونکی مشاهد ابوترابشه  چې اوس په خانس یونس کې دی وائي ، اسرائيلیان ونه توانیدل ،د مقاومت له مبارزانو سره ډغره ووهي، اوس ئې غیر پوځي خلکو سره مبارزه کوي . دوي غواړي مونږ هغه کډوال چې په دوو جنګونو کې يعني په غزې کې او  اوس چې په خان یونس کې ژوند کوو وائي ، چې حماس ظالم او ستمګر دی  او دا چې دوي مسئول دي ، البته مونو پو هیږو چې څوک ګناهګاران دي . مونږ ته د ددوي لپاره ددغې موضوع دتوضیح  هیڅ ضرورت نشته  او دوي به په دې کې هم بریالي نشي ،  مهمه نه ده چې څومره اعلامیې پر مونږ راوغورځوي،جنایتکار ا ظالم له هیچا پټ نه دی.

له بل پلوه د فلسطین ځاي سرچینو په غزې تړانګې کې واقع  په دیر البلح کې د ؛یافا ؛ جومات  عکسونه خپره کړی دي چې د وحشي صهیونیسټانو په بمباریو کې له خاورو سره خاورې شوی دی.

فلسطین الیوم خبری سایټ راپور ورکړ، چې د فلسطین داسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د دیني عالمانو ،غوره شخصیّتونو ،اورګانونو او فعالو او اغیزشیندونکو موسیسو پشمول له عربو ملتونو، مسلمانانو ،او دنړۍ له پتمنو څخه وغوښتل څو نن او په راتلونکو ورځو کې  دغزې له خلکو سره د پیوستون  داعلانولو ااو غزې تړانګې ټولو برخو ته د طبي او انسان دوستۍ د مرستو د واریدیدا  او د ددغه وحشي رژيم دتیریو د بندولو لپاره پر جنایتکار صهونیسټي رژيم ددباؤ  اعمالولو په خاطر دې لاریونونه وکړي.  

https://iqna.ir/fa/news/4186610

captcha