IQNA

د پیغمبرانو روزنیزه تګلاره؛ موسی (ع) / ۱۹

د حضرت موسی (ع) په داستان کې د معجزې روزنیزه طریقه

23:14 - August 14, 2023
د خبر لمبر: 3487783
ایکنا – (تهران) معجزې د پیغمبرانو له ځانګړنو څخه ګڼل کېږي چې د هغه روزنیز اړخونه کولای شو د پیغمبرانو په ژوند او د دوی په چلند کې وګورو.

معجزه د«عجز»  له کلمې څخه اخیستل شوې ده. عجز یعني ناتواني او معجزه یعني هغه کار چې نور یې پر وړاندې ناتوانه دي او بل څوک د هغه د ترسره کولو وړتیا نه لري. معجزه باید د شخص له ادعا سره مطابقت ولري؛ یعني که یوڅوک د خدای له لوري د پیغمبري ادعا وکړي او خپله معجزه د بېلګې په توګه د مړي ژوندي کول یادوي، باید مړی ژوندی شي ترڅو د هغه د رښتیا تصدیق وکړي.

نو معجزه د عادت خلاف (هغه کارونه چې په طبیعي ډول ترسره کېدل یې ممکن نه دي) ده که څه هم سحر او جادوګرۍ او دوی ته ورته والی لري، مګر سحر او جادوګري د معجزې پر وړاندې د مقاومت او مقابلې وړتیا نه لري، او معجزه له دې اړخه معجزه ده چې د هغې طبیعي او غیر عادي اړخونه، نه ناکامه کېږي او تل بریالي وي.

سحر او جادوګري نه الهي پیل لري او نه هم طبیعي پیل،  او تل د لیدلو او تخیل پر برخې له غلبې سره مل وي.

حضرت موسی (ع) د هغه پیغمبرانو له ډلې څخه دی چې په خپل برکتي ژوند کې ډېری معجزې نندارې ته وړاندې کړي چې یوې ته یې اشاره کوو. دا بېلګه روزنیز اړ لري:

کله چې ساحرانو د فرعونیانو او د خلکو په پراخې راټولېدنې او سینګار په ورځ، خپل ټول مکر راغونډ او خپل سحر یې د مار په ډول نندارې ته وړاندې کړ، حضرت موسی (ع)  د یوې شېبې لپاره له ویرې او ډار سره مخ شو. حضرت موسی (ع)  له یوې خوا وډارېد چې خلک به د ساحرانو د سحر او جادو په لیدلو سره جلا شي او وتښتي او بل دا چې انتظار به ونه کړي ترڅو هغه خپله عصا واچوي، بیا به فرعون دوې ډلې سره پرتله او ادعا به وکړي او په پایله کې به زحمتونه بې پایلې وي او له بل لوري وډارېد چې دا کار به خلکو ته شکمن او ناڅرګند معلوم شي او د جادوګرۍ او د هغه د معجزې ترمنځ به 

له دې امله حضرت موسی (ع) له ځند پرته خپله عصا واچوله او ناڅاپه په لویې اژدها مار تبدیل شو او د سترګو په رپ کې د ساحرانو د سحر ټول توکي او وسایل وخوړل. ننداره کوونکو چې هغه اژدها مار په هغه هیبت سره ولید، له ویرې وتښتېدل.

په دې وخت کې، ساحرانو ته حق ښکاره شو او داسې د حضرت موسی (ع) د معجزې تر اغیزې لاندې راغلل چې له ځنډ پرته، د حضرت موسی (ع) مخې ته په ځمکه کښېناستل او د موسی او هارون پر خدای باندې خپل ایمان اظهاراو د الهي ځواک پر وړاندې په خپلې ناتوانۍ او بې وسۍ اعتراف وکړ.

د دې پېښې روزنیزه اغېزه دومره ښکاره ده چې د حقیقت تر معلومېدو او  د باطل تر له منځه تلو وروسته، د فرعون جادوګران پر ځمکه وغورځېدل او ایمان یې راوړ.

* په قرآنکریم کې د حضرت موسی (ع) د روزنیزې تګلارې له څېړنیزې رسالې څخه اخیستل شوی.

captcha