IQNA

د آمازیغي موسیقۍ په لهجې سره د قرآن په تلاؤت نیوکې شوي

16:38 - May 01, 2023
د خبر لمبر: 3487267
ایکنا-(تهران)ّ د مراکش د یوه سندرغاړې له خوا د آمازیغي موسیقۍ په لهجې سره د کهف مبارکې سورې د څو آیتونو تلاؤت، په ټولنیزو چینلونو کې  او همداراز د رسمي مراجعو  له پراخو نیوکو سره مخ شوی دی.

ایکناخبری آژانس د عبرله قوله راپور راکړ،د کهف سورې د څو ایتونو تلاؤت  په دغې لهجې سره  د دیني مراجعو  او دغه راز د ټولنیزو  چینلونو د کارونکو له پراخو نیوکو سره مخ شوی دی.دغه زیاتو فعالانو،ددغه تلاؤت کونکي دغه اقدام  دخداي د آ سماني کتاب سپکاوي او د الهی کلام پر حرمت دسترګو پټول او دغه راز د وحي دکلام  سره دلوبو کول بللي دي.

ډیری نورو هم پر هغه تور لګولی چې قرآن کریم ئې په غنا سره لوستلی او له هغه ئې غوښتي دي څو دغه عمل بیا تکرار نه کړي . که څه هم چې ځينو د غه اقدام د هغه د آمازیغي لهجې له امله بللی او دا ئې  یوه عادي  چاره بللې ده.

د مراکش  دبشری حقوقو  ځانګړي  ادارې ،یعني دمراکش ډيموکراټيک ټولنې دغه اقدام یعني په غنا سره د  قرآن کریم د آیتونو تلاؤت کول محکوم کړل. دغې ټولنې  د په فیس بوک کې پخپلې رسمي پاڼې کې دیوه مطلب په خپرولو سره  د مراکشي  لوستونکي دغه اقدام د قرآن کریم دحرمت سپکاوی بللی او محکوم کړی ئې دی.

د مصر دارالفتا هم له دې مخکې د موسیقۍ له لهجو څخه په استفادې سره  دقرآڼ کریم  تلاؤت کول  باطل بللي او دا ئې د الهي کلم د تحریف او ګډوډولو  سبب جوړونه بللې وه. یوه داسې  چاره دالهی  دین  د له مینځّه تلو او د مسلمانانو دهلاکت سبب به شي.

https://iqna.ir/fa/news/4137428

captcha