د قرآن کریم درې اویایمه سوره ؛مزمل ؛نومیږي. دغه سوره په شلو آیتونو سره د قرآن کریم په ۲۹سپارې کې واقع ده.دغه سوره یوه مکي سوره او د نزول په ترتیب کې دریمه سوره ده چې پر پیغمبر اکرم (ص)نازله شوې ده.
د سورې نامه له لومړي آیته اخستل شوې ده چې پیغمبر(ص)ته اشاره کوي او د هغه چا پّ معنا ده چې له ځانه جامې یا بل څه شه راتاووي څو ویده شي یا مثلا له یخنئ ځان وساتي. داسې ښکاري ، داسلام ګران پیغمبر(ص)ته اشاره کوي چې دمشرانو له اذیّت کونې او کړونې وروسته هغه بزرګوار د غم او کړاؤ د لیرې کولو لپاره له ځانه قالی تاؤؤ کړي ووڅو ترڅو شیبو آرام وکړي او په دغه آیت کې له ؛پورته کیدا ؛(قُم) څخه مقصد ،بیدار شونه او د خداي په لاره کې هڅه کول دي.
هغه موضوعګانې چې په دغې سورې کې مطرح شوي ،د شپې مهال عبادت او دقرآن قرائت او د کافرانو په وړاندې مهربان شونې او د معاد په باب بحث کولود پیغمبر دعوت کول دي.
دغه سوره د اسلام ګران پيغمبر دې ته چې د شپې مهال لمونځ وکړي،څو په دې وسیله دهغه مسئولیّت منلو ته تیار شي چې ډير زر هغه ته ورکول کیږي. د هغه څه په اساس چې مفسرانو وئيلي دي، دغه مسئولیّت دخداوندمتعال له خوا قرآن کریم ترلاسه کول دي.دغه سپارښتنه نه یوازې د پيغمبرلپاره بلکې عمومي سپارښتنه او د ټولو لپاره یو ټینګار دی چې شپې مهال عبادت کول لاقدرتمن دی؛ «إِنَّ نَاشِئَةَ اللَّيْلِ هِيَ أَشَدُّ وَطْئًا وَأَقْوَمُ قِيلًا: مسلّماً نماز و عبادت شبانه پابرجاتر و با استقامتتر است» (مزمل/ 6)
همداراز پیغمبر اکرم(ص)ته حکم ورکوي چې د دښمنانو دکړؤنکو خبرو په وړاندې صبر وکړي او له هغو کسانو چې هغه شاعر یا لیوانی ګڼي څنګةشي. بیا هم دغه سپارښتنه پيغمبر ته مخصوصه نه ده او د مومنانو لپاره یوه عمومی سپارښتنه ده. دغه سوره کافرانو ته خبرداری ورکولو او ګواښلو وروسته مومنانو ته هم حکم ورکوي، دسختیانو په وړاندې صبر وکړي.
ددغې سورې یو آیت د قرآن د سم لوستلو د رودې په باب دی.ددغې سورې څلورم آیت کې فرمائي؛ و رَتِّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِیلاً: او قرآن ټکي په ټکي ولوله . ؛ترتیل؛ په اصل کې د ؛تنظیم ؛ او ؛ښه ترتیب؛ په معنا دی او دلته د قرآڼ د آيتونو د لوستلو معنا د شمیرلو او منظمولو په بڼه ،د ټکو په سمه لوستلو ، د کلمو د سم بیان او په نتیجې کې د آيتونو په مفهمونو کې د تفکر او غور کولو په معنا دی.