ایکنا د الجزیره له قوله راپور راکړ،د مراکش د خربیکه المپیک او طنجه اتحاد د ټيمونو ترمینځ په سیالۍ کې د قرآڼ کریم دحافظو ماشومانو د شتون د عکسونو او ویډیوګانو خپریدا، په دغه هیواد کې او دغه راز په عربی نړۍ کې د ټولنیزو چینلونو د کارؤنکو له پراخ هرکلی سره مخامخ شوې ده.
د مراکش په طنجه ښار کې د عمر بن الخطاب مذهبی مدرسې د قرآن کریم د حافظو ماشومانو د ښار په سټيډیم کې په شتون سره خپل ټیم وهڅوۀ.
که څه هم دا لومړنی ځل نه دی چې ددغې مذهبي مدرسې د قرآن حافظ ماشومان،د خپل ښار د فټبال او باسکټ بال ټیمونو د ملاتړ لپاره د نندارچیانو په ځائ کې حاضر شول ،په عین حال کې په دغې سیالۍ کې د دوي شتون ځان ته دډيرو توجه جلب کړې ده .
د لوبغالي په مرکزی دروازو کې د قرآن کریم ددغه حافظو ماشومانو نظم او همداراز متحدالشکل جامو په مراکش او نورو عربو هیوادونو کې د ټولنیزو چینلونو پراخه توجه ځان ته جلب کړې ده .
دغه سیالۍ د طنجه اتحاد ټيم د صفر به مقابل کې په درو ګلونو سره پاي ته ورسیده.