IQNA

په ایټالیا کې د لویدیځي نړۍ ترټولو لوي جومات(فلم)

15:53 - December 11, 2022
د خبر لمبر: 3486582
ایکنا-(تهران )د ایټالیا په زړۀ رُم ښار کې د لویدیځي نړۍ د ترټولو لوي جومات جوړیدا له یو لړ مخالفتونو سره مخ شوی ،خو له دې وروسته چې دوهم پاپ ژان پل سارتر ددغه  اسلامی ځاي  له لیدو وروسته ملاتړ وکړ، نو ډيری مخالفتونه ختم شول.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ،روم بې شکه دتاریخ په اوږدو کې یو ترټولو پخوانی ښار شمیرل کیږي.د مستنداتو  او څيړنو په اساس د رُم د پنځیدا مخینه،د عیسی مسیح له میلاده  اوه پیړۍ مخکې دوران ته ګرځي.

په ایټالیا کې د دین له نظره، حاکمیّت او اکثریّت  له کاتولیک مسیحیّت سره دی،خو پروټسټان،یهودیان او مسلمانان(چې اکثرا مهاجر دي)، هم په دغه هیواد کې ژوند کوي. په ایټالیا کې په سیسیل ټاپو کې د عربو مسلمانو شتون ، اومې میلادي پيړۍ  ته ورګرځي  او له نهمې تر یولسمې میلادي پیړۍ پورې دغه ټاپو د مسلمانانو په کنټرو لکې پاتې شوی دی.

په ایټالیا کې اسلام، د اروپا د نورو سیمو په نسبت په لازیاتې تیزۍ سره په پراختیا دی. د مثال په توګه،تر ۱۹۷۰کال پورې په ایټالیا کې یوازې یو جومات ؤ،خو ددغې پراختیا  واقعي روڼتیا  په همداوروستیو کې رابرسیره شوې ده ،په دې توګه چې اوس په ایټالیا کې  څه دپاسه شپیته جوماتونه او له سلو تر یوسل شلو پورې نمازخانې جوړې شوي دي.

رُم جومات د ایټالیا په پلازمینې  کې په واقع پاریولي سیمې کې  په دیرش زره مربع میټر مساحت سره د لویدیځي نړۍ ترټولو ستر جومات دی  او په دغه جومات کې په یو ځاي  څه دپاسه دولس زره  لمونځ ګوزار لمونځ ادا کولی شي. دغه ودانۍ همداراز د ایټالیا د اسلامی کلتوري  چارو مرکز دی. رُم جومات پر دې سربیره چې  ددینی فعالیتونو یو مرکز دی ، دمختلفو کلتوري او اجتماعي خدماتو له لارې  مسلمانان پکې غونډيږي او  دخپل مینځو کړاؤنو او مشکلاتو ځانونه خبروي او تر ډیره حده له یوه بل سره مرستې کوي.

په دې اړه یعني ددغه اسلامی مرکز  په فعالیتونو کې په روم کې کلتوري اوعبادي  فعالیتونه هم لیدل کیږي، چې په اړه ئې یوه لنډه شان ویډیو هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.

 https://iqna.ir/fa/news/4101843

captcha