ایکناخبری آژانس د روئيټرز له قوله راپور راکړ،پاپ فرانسیس د روسیې د ارتدوکسانوپه ستر پادري کریّل باندې په تلویحي نیوکو سره چې په اوکراین باندې دحملې ملاتړ ئې کړی او د دینونو درهبرانو وکنفرانس ئې هم بایکاټ کړیدی ،ووئيل؛خداوند دینونه دجنګ په لور نه هدایتوي.
پاپ فرانسیس دغه څرګندونې په قزاقستان کې دخپل شتون په دوهمه ورځ د نړیوالو او دودیزو دینونو د رهبرانو په وام کانګرس کې بیان کړې.
دغه کانګرس هغه ناسته ده چې مسیحیان،مسلمانان،یهودیان،بودایان،هندوان او نور دینونه سره غونډوي . سره له دې چې د روسیې ارتودکسانو لیسا یو پلاوی ددغې ناستې لپاره لیږلی ،خو پخپله کریّل په دغې نړیوالې غونډې کې ګډون نه دی کړی.
پاپ ووئيل؛ خداي د سولې خداي دی.هغه د مونږ د جنګ په لار کې نه ،بلکې تل د سولې په لاره کې لارښونه کوي.نو راشئ، ځانونه لازیات د شخړو او ترینګلتیاؤ دحل پر لازموالی باندې لازیات ټينګار وکړو،نه د روز ،وسلې او ګواښ په بې ارزښته آوزارونو باندې ،بلکې یوازې دهغې وسیلې له لارې چې دانسان لپاره غوره ده ،یعني خبرواترو تهژمن شو.
پاپ فرانسیس د روسیې د ارتدوکس کلیسا ستر پادري ته په تلویحي اشارې سره ووئيل،یو مقدس کس هیڅکله هم دقدرت تکیه ګاه نشي کیدلی.
د قزاقستان د نړیوالو اودودیزو دینونو دمشرانو اوم کانګرس، د وږې یا سنبلې دمیاشتې په دوویشتمه د نړۍ د کاتولیکانو د رهبر پاپ فرانسیس،د مصر دالازهر مفتی شیخ احمد الطیب، دترکیې ددیاغنت ادارې د مشر علی ارباش، د قفقاز د مسلمانانو دادارې دمشر شکور پاشازاده،د ایران داسلامی فرهنګ او ارتباطاتو دادارې مشر حجةالاسلام محمد مهدي ایماني پور او د مختلفو دینونو او مذهبونو د استازو په شتون سره پیل شوي او د وږې دمیاشتې تر ۲۴پورې ئې دوام درلود.