ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د مراکش د فاس ښار دقرویین پوهنتون استاد محمد علی عطافي په دغو خصوصي خبرو کې د اسلام د ګران پيغمبرحضرت محمد مصطفی (ص)د مبعث دنیکمرغه اختر په شپو ورځو او د معراج النبی او اسراء دکلیزې په مناسبت د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو ترسره کیدا ته په اشارې سره ووئيل ،د معراج او اسراء کلیزه (چې د اهل تسنن په اعتقاد د رجب د میاشتې له اوه ویشتمې نیټې سره سمون خوري )، اسلام ته د پيغمبر اکرم (ص) د بلنې په بهیر کې یو ستر بدلون ؤ په تیره بیا له هغو مشقتونو وروسته چې په مکې او طائف کې ئې وزغمل او په آسمان کې ، ټول پيغمبرانو په رسول الله بزرګوار پسئې اقتدا وکړه او لمونځ تشریح شو او له همدې امله غوره ده چې د ځوانانو لپاره ددغه مناسبت ارزښت او اهمیّت توضیح هم ورکړل شي .
عطافي پخپلو څرګندونو کې دې ته په اشارې سره چې دا لومړی ځل نه دی چې په ایران کې د قرآن کریم په نړیوالو سیالیو کې قضاؤت کوي ،ووئيل ، ددغو سیالیو قضاؤت کول ډير ګران کار دی او د عربی ، بلاغت ، تفسیر ،اسباب نزول ، فقې ، منطق او نورودیني علوموباندې بشپړ پوهیدا ته اړتیا لري ، هغه سیالۍ چې په دغه اته دیرشم پړاؤ کې ترسره شوي ، د تلاؤت د وقف، او ابتداء، آواز ،لهجې او نورو قواعدو پشمول په مختلفو حوزو کې ترسره کیږي ، او سبب کیي ،چې غوره او عادلانه نتیجې ترلاسه شي .
هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې ووئيل ، دا ډيره بې مخینې او ارزښتناکه تجروبه وه چې د ایران اسلامی جمهوریت د کرونائي بحران په سیوري کې د قرآن سیالۍ د سبک او سیاق د پوهې په اوج کې ترسره کړي او ځينو هیوادونو ورڅخه بیلګه اخستې ده . په افریقا، آسیا ، امریکا ، اروپا او اسلامی هیوادونو پشمول په درستو هیوادونو کې د ایران د اسلامی جمهوریت دسفارتونو اوکونسلګریو له لارې ګډون کونکو خپل تلاؤتونه ریکارډ کړي او رالیږلي دي ، چې په عادلانه توګه ئې قضاؤت کیږي .ددغاو سیالیو ترسره کیدا دمونږ لپاره د قرآن کریم حفظ او قرائت ته د ځوانانو په هڅولو کې خپلو موخو ته په رسیدا کې او همداراز د مراکش ، پاکستان ،عراق ، اردن ، افغانستان، سورئې پشمول دنورو هیوادونو له قاضیانو سره د بلدتیا او د کلتورونو او وړتیاؤ د مبادلې لپاره ډير ښه فرصت برابر کړی دی .
داپه داسې حال کې دي چې د تهران هنري حوزه پرون جمعې ورځې ، د میرمنو کوربه وه څو د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو په اته دیرشم پړاؤ په نهائي مرحلې کې د موجودو ایرانیو او نورو هیوادونو د سیالۍ کونکو شاهدې ووسي .