د ایکنا راپور له مخې، د المشرق برېښنایی ورځپاڼې نه په نقل، نړیواله ډله: د فلسطین اسلامی جهاد غورځنګ مشر غړې خضر حبیب، د قرآن کریم ۲۰۰ تنه حافظانو نه لمانځلو مراسمو کښې چې د غزه شجاعیه سیمې په قزمری جومات کښې پيل شو وویل: د نوې نسل روزنې او د قرآن کریم حافظان، د قدس شریف نه یهودي او صهیونیستي ښار جوړولو د اسرائیل فکر او پروګرامونو سره مقابلې لپاره محکمه وسله ده.
هغه دې باندې تاکید سره چې نوې قرآنی نسل به هڅه کوې چې د الاقصی جومات له اسرائیلو نه پاک کړي، څرګنده کړه: کله چې مو واورېدل چې د نوې نسل ځوانان د قرآن کریم حفظ کولو نه فارغ التحصیل شوي چې د مقاومت او د جهاد بیرغ با بېرته اوچت کړي نو دا مې ښه فال ونیولو.
حبیب په دې مراسمو کښې چې د جهاد مشر قوماندان او د فلسطین یو شمېر سیاسي دینی او قرآنی شخصیتونه شتون سره پيل شو وویل: قرآن کریم ولس راوېښه وې او کلتورونو ته جلا ورکوي، څه دارنګه چې په پیغمبر صلی الله علیه و آله باندې د قرآن کریم د نزول نه مخکې عربو په ظلم او فساد کښې ژوند کولو، خو ولی د قرآن کریم د نزول نه ورستو د عربو ولس را ویښ شو او د ژوند په هر برخه کښې علم او تخلیق پرمختګ وکړو.
هغه تاکید وکړو: اسلامی او عربی ولس او په ځانګړې برخه د فلسطین ولس، د اسلامی اصولو روزنو ته اړتیا لري او د اسلامی فکر پیاوړتیا د راروان نسلونو په زړونو کښې ده.
http://iqna.ir/fa/news/3692603