قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د MCB خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا کانفرانس د انګلیس مسلمانانو شورا له اړخه په دغه هیواد کښې د جوماتونو لوړو کارونو لباره حل موندلو هدف سره پيل کېږي.
دا کانفرانس د «زمونږ جومات، زمونږ راتلونکې وخت» عنوان سره د مسلمانانو فعالو او لارښودو نه ۴۵۰ کسانو شتون سره پيل شو چې د جوماتونو نینی پرمختګ او لارو په اړه یی څېړنې وکړي.
همدارنګه «بهتر جوماتونه، غونډیزه مشورې» پروګرام هم پيل شو چې وکتلې شي چې جوماتونو لپاره کوم اقدامات بهتر دي چې ټولنې ته په ستره توګه خدمات ورسوې.
د انګلیس مسلمانانو شورا مشر هارون خان په دې کانفرانس کښې وویل: د انګلیس ډېر جوماتونه دې وخت ټولنې ته خدمات وړاندې کولو مشغول دی او زمونږ هدف دغه خدمات وړاندې کول او د دغه خدمتونو ښه والی او نورو فعالیتونو لپاره د جوماتونو ترغیب کول دي.
په سراسر انګلیس کښې ۱۷۵۰ نه زیات جوماتونه شتون لري چې د دغه هیواد درې ملیونه مسلمانانو ته خدمات وړاندې کوي.
http://iqna.ir/fa/news/3683921