IQNA

په حکومت باندې د نیوکې په صورت کښې د چین مسلمانانو سزا

23:24 - January 02, 2018
د خبر لمبر: 3480927
نړیواله ډله: د اویغور مسلمانانو اقلیت که په حکومت باندې وړه غوندې نیوکه وکړي نو سختې سزا سره به مخامخ شي.
په حکومت باندې د نیوکې په صورت کښې د چین مسلمانانو سزاقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آسوشیتد پرس خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، چینې ښاریز «لی آیجیه» وایئ: حکومت غواړې له کور ودانې نه د عبرت یو درس جوړ کړي.
د آیجیه ښځې د چین حکومت په خلاف د هغوي د اویغور مسلمانانو سره د چلند په اړه په ټولنیزه رسنۍ کښې نیوکې کړي وې چې د جاسوسي او د دغه جرم له سببه ۲۰ کاله په زندان محکوم شوه.
هغه وویل: هغې غواړې ښځه می د عبارت نښه وګرځې چې بل څوک د مسلمانانو په خلاف د امنیتي عنوان سره پيل کېدونکې کارونو باندې د اعتراض کولو جرأت ؤ نکړې شې .
حتی هغه کسان چې د حقوقو په اړه هیڅ معلومات نه لري هم دومره پوهه لري چې دا د عقل نه منونکې خبره ده.
د دغه کورنۍ وکیل وویل: حتی د چین په یو کم عدالت کښې هم دارنګه کیس تراوسه نه دي را مخ ته شوي، چې په ورستو درې کالو کښې د اعتراض کوونکو لپاره زندان اعلان کړو چې په بله سیمه کې به دومره سخت جرم نه ګڼلې کېدو خو په اویغور کښې د مسلمانانو اقلیت له وجهې او د حکومت خلاف نیوکو له وجهې په دې سیمه کښې سخت جرم وګڼلې شو او سخته سزا ورته وټاکلې شوه.
د اوبغور مسلمانانو له اړخه د چین کمونیست حکومت په خلاف اقدامات او هر قسمه اعتراض سخت جرم دي او سخته سزا لري.
http://iqna.ir/fa/news/3678025
captcha