قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د معراج اسلامی خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د اندونیزیا مسلمانانو عالمانو شورا جاکارتا برخې د دې ښار د والي نه غوښتنه کړي چې د جاکارتا تامان سوریاتی سړک باندې د والي دفتر ته مخامخ د میاشتنې تلاوت څوکۍ لپاره ځای ورکړي.
د اندونیزیا عالمانو شورا ستر مشر زلفا مصطفی په دې اړه وویل: د قرآن کریم میاشتنې تلاوت لپاره ځای مشخص کولو لپاره دا غوښتنه د والی په رسمي دفتر کې د شورا سره په غونډه کې آنیس پاسوندان ته وړاندې شو.
هغه دې ته اشارې سره چې دا غونډه د والي په شتون کې پیل شوه وویل: د دې دفتر له اړخه د میاشتنې قرآن کریم تلاوت څوکۍ لپاره د ځای ټاکنه مناسب او ضروري ده.
مصطفی زیاته کړه: د اندونیزیا عالمانو شورا له اړخه دا غوښتنه مطرح کولو نه مخکې، د قرآن کریم تلاوت له کال ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۰۷ پورې د والي مرستیال فوزی بوو په رسمي دفتر کې او له کال ۲۰۰۷ نه تر کال ۲۰۱۲ د جاکارتا د والي په دفتر کې پیل کېدل، خو ولی له ۵ کالو رسي د قرآن کریم د تلاوت څوکۍ بندی شوي.
هغه څرګنده کړه: په تېرو څلور کالو کې، د جاکارتا والي له هیڅ یو چارواکي د اندونیزیا مسلمانانو عالمانو شورا په عمومي غونډه کې ګډون نه دي کړي.
http://iqna.ir/fa/news/3656602