قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د مالیزیا (Bernama) خبرونو نه په نقل، د هند مسلمان مبلغ او ویاند خپل تقریر کې چې د مالیزیا اسلامی علمونو پوهنتون کې کولو وویل: د دینی افراطي ډلو اقدامات له اسلام سره هیڅ اړیکه نه لري.
هغه زیاته کړه: اسلام د دارنګه تاوتریخوالي او د خلکو په خلاف د ترهګري اقداماتو مبلغ نه دي.
نایک په ادامه کې وویل: داعش چې د دولت الاسلامیه فی العراق و الشام مخفف دي، آیا اسلامی حکومت دې؟ نو بس بیا ولې باید موږ دا عبارت تکرار کړو؟ مونږ باید د اسلامی مخالف حکومت عبارت نه ورته استفاده وکړو.
هغه زیاته کړه: اسلام د سولې دین دې او په قرآن کې هم راغلې چې د مسلمانانو لپاره هیڅکله د بل بې ګناه انسان وژل روا نه دې.
نایک وویل مونږ حق نه لرو چې د خلکو په ژوند برید وکړو ... هغه څه چې باید وکړو دا دې چې د اسلامی حکومت په ځای ورته د اسلام مخالف حکومت (anti-ISIS) نه استفاده وکړو.
ذاکر نایک د کال ۱۹۶۵ په ۱۸ اکتوبر هند کې زېږېدلې هغه ډاکټر دې او د جراحۍ برخه کې یی د بمبئی پوهنتون نه مدرک ترلاسه کړي او په کال ۱۹۹۱ کې هم له دغه پوهنتون نه فارغ التحصیل شو.
نایک په کال ۱۹۹۱ کې د هند اسلامی څېړنو مرکز جوړ کړو، دا مرکز د قرآن او حدیث په رڼا کې د معاصرې ټکنالوجۍ نه استفاده سره د اسلام د معرفي کولو موخې سره مختلفې څېړنې ترسره کوي.
http://iqna.ir/fa/news/3491154