IQNA

هندي معبد کې اور

17:40 - April 13, 2016
د خبر لمبر: 3479965
نړیواله ډله: د هند کولام ښار معبد کې ویجاړوونکې اور تقریباْ ۸۳ کسان مړه او ۲۰۰ نه زیات کسان ژوبل کړي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پرس ټی وی نه په نقل، دا اور د اتبار په ورځ سهار لږېدلې وو چې علت یی د ډزوونکو څيزونو چاودنه وه چې له جشن د ورځې لپاره اخیستلې شوی وو.

دا پېښه تقریباْ د ویشو مراسمو نه څلور ورځې مخکې د کرالا ولایت پوتینګال معبد کې ترسره شوه، ویشو د هندي نوې کال جشن ورځ ده چې د مراسمو پيل کولو شهرت یی آتش بازی سره دي. دا چاودنه دومره قوي وه چې د معبد ساختمان ورسره پرېوتو.

د محلې رسنۍ له مخې، اور قابو شو او ښکار شوي کسان د کولام ښار روغتون ته منتقل شوی.

ډېر ژوبل شوی کسان یی د کرالا مرکزی روغتون کې بسترې شوی دې.

د کرالا ولایت دنننی چارو وزیر رامش چنیتهالا په دې اړه وویل: پولیس او د اور وژونکې ادارې کسانو د اور قابو کولو او د ژوبل کسانو روغتون ته منتقل کولو لپاره ټوله شپه فعالیت ترسره کړي.

چنیتهالا وویل: دا معبد هر کال د آتش بازۍ مراسمو کوربه وې، مونږ خپل ټول کوښښ په اور کې بندې شوي کسانو نجات لپاره ترسره کوو.

captcha