IQNA

د روس قرآنی نړیواله مقابلو کې ړومبۍ مقام د ایران غړی ترلاسه کړو

23:51 - October 13, 2015
د خبر لمبر: 3385221
نړیواله ډله: د ایران نه د قرآن حافظ موسی معتمدی د روس قرآن نړیواله مقابلو ۱۶ دوره کې ړومبی مقام ترلاسه کړو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) موسی معتمدی له مقدماتی مقابلو نه پس کې پرون ماځیګر د مقابلو په اخیرنۍ ورځ باندې مقابلو کې ړومبنی مقام ترلاسه کړو.

د یمن او تنزانیا غړو په ترتیب باندې د دې مقابلو قرآن کریم حفظ برخه کې دویم او دریم مقام ترلاسه کړو.

د دې مقابلو اخیرنۍ مراسم د « راویل عین الدین» د روس د مفتیانو شورا مشر تقریر سره ترسره شول او مقابلو کې مقام ترلاسه کولو ته انعامونه ورکړل.

دې مقابلو کې ړومبۍ مقام ترلاسه کولو ته ۱۰زره ډالره، دویم راتلونکې ته ۷زره او دریم ته ۳ زره ډالر هدیه ورکړه.

په دې مراسمو کې د ۶۰۰۰ نه زیات کسانو شرکت کړی وو چې په کې د روس مختلفه سیمو مفتیان ، عالمان او د روس د فدراسیون شوری مشر، د اسلامی هیوادونو غړو او د اسلامی هیوادنو استازو او د مسجدالحرام امام جماعت په کې ګډون وکړو.

د دې مقابلو مقدماتی مقابلې د جمعه او هفته په ورځ باندې د ۴۴ هیوادونو حافظان شتون سره د ماسکو جامع جومات کې پیل شوی وو چې په کې ۶ کسان له اخیرنی دورې لپاره ټاکلې شوی وو.

د اخیرنی مرحلې مراسم کې هم په زرګونو کتونکو په شتون سره د ماسکو کراکس سیتی هال کې پیل شو چې په کې موسی معتمدی د ایران غړی په دې شپږو کسانو کې ړومبی مقام ترلاسه کړو.

معتمدی مقدماتی مرحله کې د ټولو پوښتنو  په ځواب کې بې له څه غلطی نه د آیتونو  ټیک تلاوت کړی وو.

موسی معتمدی په کال ۱۳۶۷ کې د قم مقدس ښار کې زېږېدلې چې په کال ۱۳۹۲ کې د قرآن کریم سراسری مقابلو ۳۶ دوره کې دویم مقام ترلاسه کړی وو او له دې سببه یی روس مقابلو کې د شرکت کولو اجازت ترلاسه کړی وو.

http://iqna.ir/fa/News/3384252

captcha