قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، پاکستان کراچۍ کې د ایران کلتوری سازمان نه په نقل، موبایل لپاره قرآن او حدیث کې ړومبنی لټون کوونکې سافټ ویر پوهاند زاهد حسین وویل: قرآن او حدیث کې لټون کوونکې سافټ ویر مې د ۸ کاله خوارې او لټون نه پس جوړ کړی دې سافټ ویر سره تاسو په قرآن کې هر موضوع سره تړلی آیت په اردو، لاتین او انګلیسې ژبه کې لټولې شی.
زاهد حسین زیاته کړه: همدارنګه زه اوس یو بل قرآنی سافټ ویر «المعلم» باندې کار کوم چې د خلکو تلاوت کې غلطی به هم په هغه وخت سره ټیک کوی او همدارنګه یو بل سافټ ویر چې د هغې په وسیله به هغه کسان چې د قرآن زدکړه یی نه ده کړی د آیاتو تلفظ سره آیتونه یا سوره اورېدلی شی.
هغه وویل: د قرآن او حدیث آپ سافټ ویر زما له ویب سایټ او آنلاین هر څوک مفت ښکته کولی شی او چې یو ځل یی ښکته کړی نو بیا ترې بی له انټرنیټ استفاده کولی شی.
زاهد حسین دې سافټ ویر کې د قرآن، احادیث، دعا او عبادات نه ګټه اخیستلو ته اشارې سره وویل: په دې سافټ ویر کې د ۱۳ قاریانو تلاوت موجود دی او د آیاتو بیا لوست هم کولی شی چې حفظ کول یی آسان شی.
همدارنګه هغه څرګنده کړه چې دې سافټ ویر کې قرآن کې لټون د الفبا حروف په اساس هم کېږی.
http://www.iqna.ir/fa/inter/News/3353469