IQNA

د اوګاندا پخوانۍ قرآنی مدرسه بیا جوړېږی

23:37 - August 27, 2015
د خبر لمبر: 3353183
نړیواله ډله: د اوګاندا مسلمانانو د دغه هیواد «بوتامبالا» سیمه کې د قرآن پخوانۍ مدرسه بیا جوړولو لپاره ضروری رقم جمع کولو یوه کمپنی جوړه کړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «On Islam» خبرونو ویب پاڼې نه په نقل، د اوګاندا اسلامی چینل(سلام ټی وې) مشر کمپنی د دغه هیواد د قرآن کریم پخوانۍ مدرسه چې (لو کالو) نوم لری، بیا جوړ کړی.

تر اوسه ۱۴۱زره ډالر د دې مدرسې بیا جوړولو لپاره را جمع شوی او د بیا جوړولو کار به پرې ډېر زر شروع کېږی.

لوکالو قرآنی مدرسه اوګاندا کې د اسلام حقیقی مخ څرګندولو او د حقیقی اسلام ښودو فعالیت کوی.

د اوګاندا اسلامی تاریخ

اسلام په ۱۸۸۴ کال اوګاندا ته راغللو، او هم هغه کال باندې دا قرآنی مدرسه او بیا نورې اسلامی مدرسې په دې هیواد کې جوړې شوی.

خو ولی په اوګاندا باندې د انګلیس قبضه کولو نه پس مسیحیتوب د دې هیواد درسی نظام کې شامل شو او اسلام څنګ ته کړو او اسلام یی د درسی نظام نه خارج کړو.

د اوګاندا په کال ۱۹۶۲ کې د انګلیس نه د خپلواکې نه پس یواځې دو تعلیم یافته مسلمانان په اوګاندا کې موجود وو، ځکه چې ډېر مسلمانان تردې چې ولسمشر هم په زدکړه کې د مسیحیت قبولولو باندې مجبور وو.

ډېرو مسلمانانو کار نه لرلو نو ځکه قرآنی مدرسې پرې ښودو باندې مجبور وو او هغه یی په سکولار مدرسو کې بدل کړی.

کالیسا په افتخار سره وایئ: خو ولی اوس اسلامی مدرسه ډېری نه دی چې د اسلامی تعلیم ورکړی.

خو ولی اوس یو څو اسلامی راډیو او یو اسلامی ټی وی چینل جوړ شوی چې هغه د مسلمانانو اطلاعاتو کې اضافه کوی او د اسلام په اړه غلط تصورات لرې کولو او د اسلام حقیقی مخ وړاندې کولو لپاره فعالیت کوی.

د اوګاندا اسلامی ټی وی چینل چې د تېر رمضان نه یی خپل کار شروع کړی داسې پروګرامونه وړاندې کوی چې د کورنۍ له ټولو کسانو لپاره مناسب او ښکلا لری چې د مسلمانانو سره یی اوس مسیحیان هم خوښه وی.

د اوګاندا مسلمانان خپل فعالیت سره کوښښ کوی چې د اسلام په اړه غلط تصور د منځه ختم کړی او اسلامی کلتور په دغه هیواد کې ژواندې کړی.

اوګاند د مینځنی افریقا شرق کې آباد هیواد دی چې په سلو کې هر ۱۶ کس مسلمان دی.

3350917

captcha