IQNA

باکو کښې د بریل په خط قرآن کریم نه مخروڼی

13:19 - July 23, 2015
د خبر لمبر: 3332322
خارجی څانګه: د ړندو لپاره د بریل په خط کښې د قرآن کریم مخروڼی مراسم باکو کښې د جمهوری آذربایجان دینی چارو کمېټه له اړخه پیل شو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتور سازمان خبرونو ویب پاڼې نه په نقل، په دې مراسم کښې چې د باکو تجارتی مرکز ټولنیز سالون کښې پیل شو، یو شمېر د آذربایجان د شورا استازو او د پوهنتون استادانو او د آذربایجان د ړندو استازو ګډون وکړو.

د دې مراسمو په ابتدا کښې د جمهوری دینی چارو مشر مبارز قربانلی، چې د دې پروګرام سمبالښت او عملی کولو مشر هم دې خپلې وینا کښې وویل: د بریل خط کښې د قرآن جوړول، د آذربایجان ولسمشر په حکم پیل شو.

هغه هیله ښکاره کړه چې د آذربایجان ړانده به قرآن سره نور زیات نږدې شی.

د باکو حکومتی پوهنتون الهیات پوهنځې مشر واصم محمد علی اف، هم په دې مراسمو کښې د قرآن کریم رمضان میاشته کښې  نازلو ته اشارې سره د جمهوری آذربایجان دینی چارو کمېټه او د دې هیواد ولسمشر ولمانځلو.

په ادامه کښې د آذربایجان شورا استازو، د قفقاز مسلمانانو ادارې مرستیال او د آذربایجان د ړندو استازو نه درې کسانو په دې مراسمو کښې تقریر وکړو.

د ایران کلتوری سازمان مشر سید ابراهیم ابراهیمی نائید او د آذربایجان کښې د ترکی سفارت شارژدافېر(چاروال) د دې مراسمو خصوصی مېلمانه وو.

ابراهیمی نائید دې مراسمو خپل وینا کښې وویل: له هرڅه نه وړاندې د آذربایجان نه لیدونکو ته مبارکې ورکوم چې له دې نه پس هغې به سره د زړه سترګو، غوږونو او د ګوتو په سرونو الهی آیتونه لمس کولې شی او د قرآن کریم له نور نه ګټه اخیستلی شی.

هغه ادامه کې وویل: مونږ ایران کښې ړندو ته زړه روښانه وایو ځکه چې الله تعالی د یو اندام د عیب له سببه نور ډېر قابلیت هغې ته ورکړی.

د دې خبر له مخې، په دې مراسمو کښې دې ته خیال سره چې ایران کښې بریل خط نه استفاده له ډېر پخوا نه کېږی د ایران کلتوری سازمان مشر په راروان وخت کښې د ړندو لپاره د هر قسمه تالیف او ژباړه کښې د مرستې اعلان وکړو.

http://iqna.ir/fa/inter/News/3331552

captcha