قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د عراقی«نون» خبرونو نه په نقل، آیت الله بشیر نجفی د پاکستان د سنا د غونډې مشر «نایر حسین بخاری» سره کتنه کښې په دې باندې تاکید وکړو چې ترهګر د اسلام او مسلمانانو شخصیت ویجاړه وی، هغه وویل: ترهګر هره ورځ جنایت، قتلولو او وژنو مرتکب کېږی.
هغه زیاته کړه: پوهه او ویښ اسلامی هیوادونه په کار دې خپل ټول کوښښ د افراطی او تکفیری ډلې افکار او نظریات له بېخه ویستلو لپاره په کار راولی.
دې شیعه مرجع د پاکستان او عراق ترمنځه د اړیکو محکم کولو باندې تاکید وکړو چې دا دواړه مسلمان هیوادونه په کار دې مشترکه ګټې لپاره خپل روابط زیات او محکم کړی.
پاکستانی پلاوی هم د سیمه مهم سیاسی پېښو باندې خبر وکړی او د عراق کښې د ترهګری سره مبارزه کښې د ملګرو ملتونو نه د حمایت غوښتنه یی وکړه.
همدارنګه عراق کښې د شیعه لوی مرجع آیت الله سیستانی هم د پاکستان د سنا غونډی مشر«نایر حسین بخاری»، سره کتنه کوی.
بخاری د آیت الله سیستانی سره کتنه نه پس خبرونو کنفرانس کښې چې د دې لوی مرجع کور مخې ته پیل کېدو وویل: هغوی د مسلمانانو او د اسلامی نړۍ وحدت باندې تاکید وکړو.
هغه زیاته کړه: عراق ته د څو ورځو سفر کښې د عراق پارلمان مشر، د عراق ولس مشر او نورو مسؤولانو او مشرانو سره لید کتنه کښې مو تکفیریانو او ترهګری مسئلې او د دواړو هیوادونو پاکستان او عراق اړیکې محکم کولو باندې خبرې اترې وکړی.
نایر حسین بخاری همدارنګه د آیت الله سید محمد سعید حکیم او آیت الله محمد اسحاق فیاض سره هم کتنه او خبری اترې وکړی.
http://iqna.ir/fa/News/2881343