IQNA

لویدیځوال او تکفیریان له اسلامی امت سره په جنګ کې ګډې موخې تعقیبوي

6:51 - September 28, 2022
د خبر لمبر: 3486274
ایکنا-(تهران)د یمن د انصار الله ولسی غوررځنګ رهبر سید عبدالمالک بدرالدین الحوثی د رسول الله(ص)د رحلت په مناسبت په یولړ څرګندونو کې ووئیل،باید اسلامی امت یو موټی او متحد شي څو د اسلامی دنیا په ضد د لویدیځ او تکفیری بهیر دګډو او سپیرو دسیسو مخه ونیول شي.

 

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی،د یمن دانصار ا...ولسی غورځنګ مشر سید عبدالمالک بدرالدین الحوثي په یولړ څرګندونو کې ووئیل،د هغو دښمنانو په وړاندې د رسول ا... بزرګوار(ص) ملګرتیا،چې د هغه له رسالت سره جنګیدل او دهغه سپکاوی ئې کوۀ،د ایمان  له ضرورتونو څخه یو ضرورت دی.

الحوثي روښانه کړې ده،بایدله هغه فسادګر شیطاني جنګ سره د مقابلې لپاره،چې د اسلام له اصولوڅخه د امت د جدا کولو لپاره هڅه کوي ،باید په صحنې کې حاضر شو.

د هغه په وینا،لویدیځي تکفیری جبهه، داسلام  دامت په ضد ګډې موخې تعقیبوي.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1401/07/05/2779649/%D

captcha