ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ ،پيمان نامدار افغانستان ته په رسیدو سره د د طبیعي پیښو په چارو کې د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت له استازي مولوی شمس الدین حقیار سره په زلزله ځپلو سیمو کې د خدماتو د وړاندې کولو د څرنګوالي او د راتلونکو شپو ورځو په باب بحث او د نظر تبادله وکړه .
طالبانو له نړیوالو څخه د مرستې په غوښتې سره پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د افغانستان له ولس سره دې د انسان دوستۍ د مرستو لیږد او دمرسته رسونې چارې له سیاسی کولو ډډه وکړي .