IQNA

د ایران د سرې میاشتې اداره د افغانستان له زلزله ځپلو سره مرستې ته تیاره ده

18:01 - June 22, 2022
د خبر لمبر: 3485913
ایکنا-(تهران )وروستي راپورونه ښئ چې د افغانستان په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تیرې شپې  د زورورې زلزلې له امله د مړو شمیر څه دپاسه زرو تنو ته رسیدلی  او ځيني سرچینې دغه شمیر له دوو زرو هم زیات ښئ

ایکناخبری  آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د هلال احمر ټولنې مشر د افغانستان زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو په لړ کښې د ایران د چمتووالي خبر ورکړ.

په راپور کې وئيل شوي دي ،د افغانستان په ختیځ کښې د ۶.۱ ریکټره زلزلې او په کښې د زرګونو افغانستانیانو له مرګ ژوبلې وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت د سرې میاشتې د ادارې مشر د افغانستان له خلکو سره د روغتیايي او طبي مرستو او د امدادي عملیاتو په لړ کښې د خپل چمتووالي خبر ورکړی دی.

په هم دې لړ کښې د ایران د سرې میاشتې د ادارې د لټون او ژغورنې او د بیړنۍ درملنې ټیمونه او  مرستندویه ځواکونو او رضاکاره عمله بشپړه تیارسي ده ترڅو د مرستې د غوښتنې په بڼه کښې د پيښې ځاې ته واستول شي.

ایکناخبری آژانس درست کارکونکي هم په دې اړه  د قربانیانو کورنیواو غمځپلو افغانانو ته د زړه له کومې تسلیّت وائي او خپله غمرازي ورسره ښکاره کوي .

https://parstoday.com/ps/news/iran-i117590

captcha