IQNA

د ابو عاقله د ټرور په پراخ ډول وغندل شو

17:20 - May 15, 2022
د خبر لمبر: 3485805
تهران(ایکنا)ـ تیره ورځ د اروپايي هیوادونو او د اسټرالیا بیلابیل ښارونه د فلسطینۍ خبریالې میرمن شیرین ابو عاقله

د ټرور او د فلسطین د نکبت د څلور اویایمې کلیزې د غندلو لپاره د زرګونو خلکو د مظاهرو د ترسره کولو کتونکی و.
دغه مظاهرې په لندن کښې د فلسطین د خلکو ملاتړو موسسو لخوا وشوې .
مظاهره چیانو د اپارتایډ رژیم د غندلو لپاره چې اسرائیل یې د فلسطین د خلکو پرضد اعمالوي شعارونه ورکړل او د اسرائیلو د نیواکګرۍ د ختمولو او د فلسطین د ازادولو غوښتنه یې وکړه.
د اروپا په نورو پلازمینو کښې ورته مظاهرې وشوې .

د ابو عاقله د ټرور په پراخ ډول وغندل شو
د اسټریا هیواد په پلازمینې ویانا کښې د نکبت د ورځې د کلیزې په مناسبت د فلسطین په زرګونو ملاتړي واټونونو ته راووتل او د اسرائیلو د عسکرو لخوا یې د فلسطین د تجربه کارې خبریالې شیرین ابو عاقله وژله وغندله.
دغه راز د ډانمارک په پلازمینې کپنهاګ کښې هم د نکبت د ورځې او د فلسطین د خبریالې په قصدي ډول د وژلو لپاره په اسرائیلو باندې د نیوکې لپاره مظاهرې وشوې.
په اسټرالیا کښې هم په زرګونو خلکو د فلسطیني خبریالې د ټرو‌ر او د اسرائیلو د جنایتونو د غندلو لپاره مظاهرې وکړې.
د اسرائیلو رژیم لویدیځه غاړه او ختیځ قدس په ۱۹۶۷ میلادي کال کښې په شپږ ورځني جنګ کښې ونیول.وروسته یې په یوه اقدام کښې ختیځ قدس چې د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی له خپلې خاورې سره یوځای کړ.

د ابو عاقله د ټرور په پراخ ډول وغندل شو
دغه راز غزې تړانګه له ۲۰۰۷ میلادي کال راهسې د صهیونیسټ رژیم له غیر انساني ځمکنۍ هوايي او سمندري کلابندۍ سره مخ ده او له ۲۰۰۸ میلادي کال راهسې د دریو جنګونو کتونکي ده .
د نکبت ورځ(یوم النکبه) داسې نوم دی چې فلسطینیان او په ټوله نړۍ کښې د هغوې ملاتړي یې له خپلو ټاټوبو څخه سلګونو زره فلسطینیانو د ایستلو او د ۱۹۴۶ میلادي کال د مي د میاشتې په ۴ نیټه د اسرائیلو د رژیم د جوړیدا کلیزې ته په اشارې سره کاروي.

د ابو عاقله د ټرور په پراخ ډول وغندل شو

4057097

captcha