دغه پوښتنه مطرح کیږي چې ایا لمونځ فلاح او ژغورنه ده او څرنګه فلاح ته د رسیدا سبب کیږي ؟
په قران کریم کښې د فلاح ټکی په بیلابیلو ډولونو استعمال شوی دی .
د بیلګې په توګه مومنون سوره« قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ»( مومنون/۱) په ایت سره پیل شوي ده او په بقره سورې کښې هم وروسته له دې چې خدای پاک ج پرهیزګاران معرفي کوي ، او فرمايي «اُولئِکَ عَلَی هُدًی مِن رَبِّهِم وَ اُولئِکَ هُمُ المُفلِحونَ» (بقره/۵)
فلاح د نیکمرغۍ او د بریالیتوب په معنا کارول کیږي ؛څرنګه چې د قران کریم قَدْ أَفْلَحَ الْيَوْمَ مَنِ اسْتَعْلَىٰ »(طه/۲۰) ایت هم ښکاره دی .
هرڅوک په ذاتي ډول د خوشبختۍ په نوم یو ورک شی لري او داسې هیڅوک نه پیدا کیږي چې د دغه خوشبختۍ په لټه کښې نه وي .
نهايي هدف او د انسان نیکمرغۍ خدای پاک ته نږدې کیدل دي او هغه ته د رسیدا لاره خدای ته توجه کول او د هغه اطاعت کول دي ، خو په دغه لاره کښې د ژوند ضرورتونو د انسان پښې او لاسونه تړلي دي او د کمال په لور د هغه د تلو او خدای ته د نږدې کیدا خنډ کیږي .
خدای پاک مونږ نهايي کمال ته د رسیدا لپاره خلق کړي یوو .
تر ټولو ښه عامل چې انسان له دغو سختیاتو څخه ژغورلی شي ، د خدای یادول دي او د خدای د یاد تر ټولو ښه نښه په لمونځ کښې تحقق مومي . پر دې اساس که چیرې وویل شي لمونځ د فلاح او د ژغورنې عامل دی په دې معنا دی چې لمونځ انسان له ککړتیاو او مادي تعلقاتو او د شیطان له اسارت او بند څخه ژغورلی شي او هغه د انسان د ژوند اصلي لارې ته چې هماغه د انساني معنوي تکامل لاره ده هدایت کړي .
خدای پاک ج وفرمايل إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَىٰ عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ »(عنکبوت /۲۹) او په یوه بل ځاې کښې حضرت موسی علیه السلام ته فرمايي : أَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي (طه /۲۰)
دغه مطلب د ایران د قم د علمیه حوزې د استاد ، متفکر او د قران کریم د مفسر ، فیلسوف او د فقیه محمد تقي مصباح یزدي ۲۰۲۱- ۱۹۳۵ له کتاب «به سوی تو» څخه اخیستل شوی دی کوم چې د تفسیر ، د فلسفې د اخلاقو او د اسلامي معارفو په شمول د اسلامي علومو په هکله بیلابیل کتابونه تالیف کړی دي .