ایکنا خبري اژانس د العربیه ټیلي ویژن په قول وویل د سعودي عربستان د حج وزارت په یوه(۱) پیغام کښې وویل د څوارلس سوه درې څلویښتم (۱۴۴۳)هجري قمري کال د حج زیارتوال باید په کورونا ویروس باندې د ککړیدا د مخنیوي لپاره خپل واکسینونه باید د سعودي عربستان د روغتیا وزارت په تائید وړ واکسینونه سره بشپړه کړي وي .
د سعودي عربستان د حج او د عمرې وزارت دغه راز وویل د عمرې موسم د هغو کسانو لپاره چې له خارجي هیوادونو څخه د عمرې په ویزې سره راځي د شوال د میاشتې په دیرشمه(۳۰) یعني د غبرګولي د میاشتې په یولسمه(۱۱) نیټه پاې ته رسیږي .
د ایران د حج او د عمرې ادارې مشر حسیني هم تیره ورځ په یوه() خبري کانفرنس کښې ټینګار وکړ چې د څوارلس سوه لومړي (۱۴۰۱) هجري لمریز کال د حج تمتع لپاره د نومونو لیکل له نن یکشنبې ورځې څخه پیلیږي د زیارتوالو لپاره د سعودي عربستان درې (۳) شرطونه اعلان کړل .
حسیني د حج تمتع لپاره د سعودي عربستان د عمرې شرط ته په اشارې سره چې له پینځوشپیتو (۶۵) کلونو څخه کم ټاکل شوی دی یادونه وکړه د اینټرنیټ سیسټم په طبیعي ډول د هغو کسانو چې عمرونه یې له پینځه شپیتو (۶۵) کلونو زیات دي نومونه نه ثبتوي .
حسیني د حج تمتع لپاره د سعودي عربستان د حکومت شرط د کورونا ضد واکسین وهل اعلان کړ او ویې ویل عربستان د حج لپاره د لسو (۱۰) واکسینونو اجازه ورکړي ده چې پکښې اسټرا زنیکا او سینوفارم واکسینونه شامل دي او زیارتوالو باید دوه(۲) ډوزه واکسین وهلي وي .
حسیني په حج کښې د سعودي عربستان دریم (۳) شرط ته په اشارې سره وویل زیارتوال باید عربستان ته له ورتلو دوه اویا (۷۲) ساعته مخکې د کورونا ازموینه یعني پي سي ار (PCR)ازمایش ترسره کړی وي او د هغه منفي ځواب ورسره وي .
مونږ هیله من یوو چې ټول زیارتوال سالم وي او حج او عمره وکړي .
4055346